د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

داوودزی: افغانستان کې د نفاق او د قومونو د بیلولو دسیسې پیل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داوودزی اندیښنه لري چې په هېواد کې د قومونو د بېلولو او د افغانانو ترمنځ د مذهبي، ژبني، قومي او داسې نورو تعصبونو د رامنځته کولو دسیسې پیل شوي دي.

ده وویل، دا دسیسي چې په سیمه او هېواد کې دننه د ځینو کړیو له‎خوا پیل شوي، د ترورېزم په څېر خطرناکې دي، خو افغان ولس به اجازه ورنه‎کړي چې د دغو دسیسو پیلوونکي خپلو اهدافو ته ورسېږي.

داوودزی: ترورېزم، طالب او داعش موږ نه‎شي ختمولی خو تعصب به مو ختم کړي
داوودزی: ترورېزم، طالب او داعش موږ نه‎شي ختمولی خو تعصب به مو ختم کړي

داوودزي زیاته کړه:

"هېواد له یوې دسیسې سره مخ دی، موږ شاهدان یو چې په دې وروستیو کې د نامعلومو کړیو له‎خوا تعصب ته لمن وهل کېږي. ښايي ځینې ناپوهې کورني کړۍ د خپلو لنډ مهالو سیاسي ګټو په خاطر، د دغو دسیسو ښکار شوي وي، خو موږ د خپل ملت روحیه ښه پېژنو، د تعصب پر وړاندې به داسې مبارزه وکړي چې د ترورېزم پر وړاندې یې کړې ده."

ښاغلي داوودزي دا خبره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د څه باندې ۳۰۰ هغو ځوانانو په ستاین‎غونډه کې وکړه چې د ۱۳۹۶ لمریز کال کې یې د کانکور په ازموینه کې ښې نمرې خپلې کړي دي.

ښاغلي داوودزي وویل، موږ ترورېزم، طالب او داعش نه‎شي ختمولی خو که ویښ ونه اوسو، تعصب به مو ختم کړي.

په جوړې شوې غونډه کې درې هغه محصلینو ته چې په کانکور کې یې تر نورو زیاتې نمرې خپلې کړې وې، وستایل شول.

مسؤلینو د کابل پوهنتون د روان کال د کانکور ازموینه شفافه وګڼله.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي وویل، پوهنتونونه د علم، تحصیل، د اکاډمېکو معلوماتو د حاصلولو او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو ځای دی، خو په خواشینۍ سره په تېرو څو کلونو کې د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین د ځینو متعصبو کړیو د سلیقې ښکار شول.

ښاغلي فاروقي پر دغو نویو محصلینو ټینګار وکړ چې خپل ټول پام، علم او تحصیل ته واړوي او له هر ډول تعصب نه ډډه وکړي.

د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي
د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي

نوموړي وویل:

"د خرافاتو، تعصبونو او د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې چې هڅې کوي زموږ ځوانان د خپلو شومو هیلو په خاطر استعمال کړي، پر وړاندې یې مبارزې ته ملا وتړئ."

په دې وروستیو کې په دې اړه اندېښنې ډېرې شوې چې ګوندې یو شمېر کورني او بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې د دغه هېواد د خلکو ترمنځ بېلابېلو تعصبونو ته لمن وهي.

خو د حکومت مشرانو، ولسي جرګې، مشرانو جرګې او یو شمېر سیاسیونو په وار- وار له خلکو غوښتي چې خپل یووالی وساتي او د ورته دسیسو ښکار نه‎شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG