د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د افغان پیکاسو د انځورګرۍ نندارتون


یوه افغان کډوال چې د کمکي پیکاسو نوم ورکړل شوی، پرون د سربیا په پلازمینه بلګراد کې خپل انځورونه او اخېستل شوي عکسونه په دې هیله نندارې ته وړاندې کړل چې د سربیا د ماشومانو د مغزي سرطان د درملنې لپاره پیسې راټولې کړي.

لس کلن فرهاد نوري له اتو میاشتو راهیسې د دې ښار په یوه کمپ کې له خپل مور، پلار او وروڼو سره اوسي خو په هغو انځورونو سره چې هغه د جرمني د صدراعظمې انګېلامېرکل، د سوریالېزم د سبک د انځورګر سلوادور دالي Salvador Dali او نورو څخه ایستلي او د سړي پام جلبوي، سیمه‎ییزو رسنیو هغه په یوه ستوري بدل کړی دی.

نوري له خپلې کورنۍ سره هغه وخت سربیا ته تللی و چې د بالکان له لارې لویدیځې اروپا ته د افغانانو د تلو بهیر پراخ او ګړندۍ شوی و.

له کله چې دغه لاره وتړل شوه هغه له خپلې کورنۍ سره په بیلګراد کې بند پاتې شوی دی.

د هغه د انځورګرۍ استعداد هغه وخت راښکاره شو چې په بلګراد کې د نقاشي په یوه کورس یې ګډون کړی و.

دغه کورس د یوې مرستندویه ټولنې له‎خوا د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره جوړ شوی و.

د کډوالو فاونډیشن په نوم دغه ټولنه وایي، نوري یې وروسته د هنر یوه ښوونځي او د عکاسي یوه کورس ته واستاوه چې خپل استعداد ته وده ورکړي.

دغه ټولنه وایي، هغه خپلې د انځورګرې ټولې تابلوګانې د سربیا ناروغه ماشومانو ته ځانګړې کړې چې له پیسو یې د هغوی درملنه وشي.

نوري وایي، موږ ټول باید مهربانه واوسو.

د سربیا چارواکي وایي، په دې هېواد کې د مېشتو کډوالو شاوخوا نیمایي یې ماشومان دي.

په سربیا کې د کډوالو تیاتر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

XS
SM
MD
LG