د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

امنیت شورا: د بلک واټر له لوري د جګړې مدیریت شخصي موضوع ده نه دولتي


د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د امنیتي خصوصي کمپنیو له لوري د دې هيواد د جنګ د مدیریت موضوع شخصي ده نه دولتي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې هېواد کې روانه جګړه یوه نړیواله مسئله ګڼي او وايي چې د شخصي امنیتي کمپنیو له‌خوا د دې جنګ پر مخ وړل یو شخصي نظر دی چې په امریکايي رسنیو کې مطرح شوی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې خلک بېلابېل نظرونه وړاندې کوي، خو په وینا يې مهمه داده چې د امریکا او افغانستان ترمنځ ارتباطات د دوه دولتونو ترمنځ اړیکي دي.

هغه ټینګار وکړو چې تر دې دمه په دې اړه د کابل او واشنګټن ترمنځ هېڅ ډول بحث نه‌دی مطرح شوی.

قادرشاه
قادرشاه

نوموړي زیاته کړه:

"د خصوصي کمپنیو له‌خوا د افغانستان د جنګ د مدیریت بحث مشحصاً په امریکا کې راپورته شوی دی، له افغان حکومت سره په دې اړه هېڅ ډول خبرې نه‌دي شوي. موږ د امریکا د متحده ایالاتو سره د امنیتي او ستراتېژیکو همکاریو تړونونه لرو، په ځانګړي ډول د امنیتي همکاریو تړون د افغانستان او امریکا ترمنځ ټولې امنیتي او سیاسي همکارۍ د دولتونو ترمنځ د همکاریو د اصل په نظر کې نیولو سره همغږي کېږي."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې یو شمېر امریکايي رسنیو د بلک واټر په نوم د شخصي امنیتي کمپنۍ د مشر اېرېک پرنس د هغه وړاندیز په اړه راپور ورکړی چې وايي چمتو دی افغانستان ته خپل خصوصي پوځیان واستوي.

بلک واټر
بلک واټر

ښاغلي پرنس فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې تېر کال د جګړې کمپاین د امریکا لپاره ۴۵ میلیارده ډالر لګښت درلود او سږ کال ۵۰ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

هغه افغانستان ته د نورو امریکايي عسکرو د استولو وړاندیز احمقانه بللی او ویلي یې دي، دی به هر څه په قرارداد واخلي او په افغانستان کې به د امریکا لګښت راکم کړي.

خو افغان پوځي کارپوه باري عارض بیا دغه ډول څرګندونې د افغانستان او امریکا ترمنځ د شوي امنیتي او دفاعي تړون د موادو پر ضد ګڼي.

باري عارض
باري عارض

ښاغلي عارض په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په هغه سند کې چې افغانستان له امریکا سره لاسلیک کړی دی، هلته یوازې امریکايي عسکرو ته مصونیت ورکړل شوی دی، اوس که د امریکايي عسکرو پر ځای د بلک واټر او یا هم کومه بله امنیتي کمپنۍ راځي د دغه تړون هغه حقوقي اړخ تر سؤال لاندې راځي."

په افغانستان کې د ترورېزم په وړاندې په جګړه کې د شخصي امنیتي کمپینو د راګډېدو موضوع داسې مهال مطرح کېږي چې سپینه ماڼۍ اوس‌مهال د افغانستان د اوږدې جګړې لپاره د نوې ستراتېژۍ په جوړولو بوخته ده.

د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا «سي. ای. اې» رئیس مایک پامپیو هم تېره اوونۍ له افغانستانه ليدنه وکړه.

یو شمېر امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان ته د امریکا د استخباراتي ادارې د مشر د سفر هدف د دغه هېواد لپاره د امریکا د نوۍ ستراتېژۍ څېړنه او په دې مسئلې غور کول وو چې ایا د بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ د بنسټګر وړاندیز په دې ستراتېژۍ کې ځای کېدای شي که نه؟

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG