د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

جلال اباد ښار «جوی هفت» اوسېدونکي: د کډوالو رئیس راباندې برېښنا قطعه کړې


د جلال اباد ښار د «جوی هفت» سيمې په لسګونو اوسېدونکي وايي، د کډوالو رئيس غلام حيدر فقيرزي پرې د برېښنا مزي قطعه کړي دي.

دغه ښاریان د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار ولایتي شورا مخې ته د اعتراض په ډول ورټول شوي وو او په خبره يې د کډوالو رئيس غلام حيدر فقيرزي خپلو ساتوونکو ته امر وکړ چې پر دې سیمه دې د برېښنا مزي پرې کړي.

دوی وايي، په بادپښ کې پرې وسله وال برېښنا قطعه کوي او دلته پرې زورواکي.

د خلکو په خبره په سیمه کې د پېښې پرمهال پولیس موجود وو خو هغوی یوازې ننداره کوله.

د یادو اعتراض کوونکو له ډلې سیدالرحیم، عبدالرحمان معاوین او جاوید ازادي راډیو ته وویل:

"د شپې غال مغال وشو چې راووتم ولې بس د رئيس د محاجرینو باډيګارډان ولاړ وو، ولې ويل يې ډزې وشوې بس سهار بیا راټول شو چې راځئ ولایتي شورا ته ځو که زموږ غږ واوري دا خو د ده وظیفه نه ده چې پر موږ برق قطعه کوي یو کور هم نه دی پنځه سووه کوره دي.

"سهار چې دلته ولایتي شورا ته راغلو قادري صاحب ورته زنګ وواهه چې رئيس صاحب دا لین تا قطعه کړی ویل یې هو دې خلکو غيرې قانوني برق تېر کړی."

"دا څه ډول نظام شو چې یو زورواکی به راځي او پر خلکو به برق قطعه کوي نه موږ په محکمه باور شته، نه مو په څارنوالۍ باور شته تر څو چې د زورواکۍ نظام نه وي ختم دا ملک نه جوړېږي"

د ننګرهار د ولایتي شورا رئيس احمدعلي حضرت رسنیو ته وويل د خلکو شکایتونو ته د رسیدنې په خاطر به یو پلاوی وټاکي او دا موضوع به جدي تعقیب کړي:

"په دې کې به ولایتي شورا یو هيئت وټاکي د ولایت نه به هم یو کس وي موږ دا موضوع څارو که هر چا تېری او زیاتی کړی وي هغه به څارنوالۍ ته معرفي کړو."

ازادي راډيو وغوښتل چې په دې تړاو د کډوالو رئيس غلام حيدر فقيرزي نظر رواخلي چې ولې يې پر خلکو برېښنا قطعه کړې ده که څه هم نوموړی په خپل دفتر کې موجود وو خو په دې تړاو يې رسنیو سره له مرکې کولو ډډه وکړه.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG