د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

تاجکستان: تهران د کورنۍ جګړې پر مهال په لوړه سطحه د وژنو ملاتړ کړى


د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د وژنو په برخه کې د ايران لارښوونې، د تاجکستان د دفاع د پخواني وزير د مرستيال خواجه حليم نظر زاده له طريقه د تاجکستان د اسلامي رنسانس ګوند د جنګياليو له‌خوا عملي کېدې.

نظر زاده په ٩٠يمو کلونو کې د دغه ګوند له قوماندانانو څخه و چې په ٢٠١٥ میلادي کال کې د کودتا ضد عملياتو په لړ کې پلازمېنې دوشنبې ته نېږدې ووژل شو.

د تاجکستان يو لړ پېژندل شوي شخصيتونه لکه د پوهنتون استاد محمد عاصمي، دکتور يوسف اسحقي، ناول ليکونکي سيف افاردي، د ولسمشر د سياسي سلاکار کريم يولداشيف او د تاجکستان د پخواني لوى مفتي تر څنګ ۲۰ نور روسي افسران د ١٩٩٧ او ٢٠٠٤ میلادي کلونو ترمنځ په تاجکستان کې ووژل شول.

په هغه مستند فلم کې چې د تاجکستان له دولتي ټلوېزيون څخه خپور شو يو تن چې په‌کې ځان د اپوزېسيون اسلامي ګوند يو پخوانى جنګيالى معرفي کوي وايي، په ١٩٩٥ میلادي کال کې يې ايران ته سفر وکړ، په قُم ښار کې له ٢٠٠ نورو کسانو سره يوځاى په پوځي برخه کې وروزل شول.

دغه کس وايي، په ١٩٩٧ میلادي کال کې په تاجکستان کې د سياسي او بانفوذو شخصيتونو د وژنو په اړه له څرګندو دستورونو سره يوځاى خپل هېواد ته ستون شو.

که څه هم د دغه کس څرګندونې د کومې مستقلې سرچينې له‌خوا نه‎دي تائيد شوي، خو د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کې په مستندو فلمونو کې وخت ناوخت د حکومت پر منتقدانو او مخالفانو تورونه لګول کېږي.

ايران او روسيې د مذاکرو په هغه پروسه کې منځګړيتوب وکړ چې په ١٩٩٧ میلادي کال کې يې په تاجکستان کې پنځه کلنه کورنۍ جګړه پاى ته ورسوله.

د تاجکستان له دولتي ټلوېزيون څخه دغه مستند فلم په داسې حال کې خپرېږي چې د تاجکستان له تُندلاري ګوند اسلامي رنسانس څخه د ايران د ملاتړ له کبله د دوشنبې او تهران ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.

دغه ګوند په تاجکستان کې د کورنۍ جګړې له پاى ته رسېدو وروسته ۱۵ کاله په پارلمان کې غړى درلود، خو سترې محکمې په ٢٠١٥ میلادي کال کې د دغه ګوند پر فعاليت بنديز ولګاوه او د يوې ترورېستي ډلې په توګه اعلان شو.

د تاجکستان او ايران ترمنځ کړکېچ پخوا هم ليدل شوى و.

د تاجکستان مقاماتو ايراني چارواکي تورن کړي چې له ډيپلوماتيکو فعاليتونو هاخوا يې هم ځيني فعاليتونه کول.

خو هغه مستند فلم چې د تاجکستان له ټلوېزيون څخه خپور شو، د تاجکستان اول عام تورونه دي چې دوشنبې په‌کې په مستقيم ډول تهران د تاجکستان د بانفوذو شخصيتونو د وژنې په دستور تورن کړى دى.

XS
SM
MD
LG