د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بيا د قاتلانو ائتلاف په نوم مقاله خپره کړې


يو شمېر لويديځو رسنیو د افغانستان په سرپل ولايت کې پر یوه کلي د وسله‎والو د بريد په اړه مقاله خپره کړې ده. نيويارک ټايمز ورځپاڼې د دې حملې په اړه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه ليکي چې د سرپل ولايت صياد ولسوالۍ له دوو کلونو راهيسې د دوامداره حملو شاهده وه.

مقاله د ځايي چارواکو له قوله لیکي چې طالب جنګيالیو د شېرمحمد غضنفر په نوم د داعش له قوماندان سره يو ځای د مرزا اولنګ پر سیمه حمله وکړه او په دې حمله کې يې پنځوس کسان ووژل چې اتلس يې د ملي پولیسو سرتېري وو.

مقاله لیکي، که داعش او طالبانو په ګډه دا حمله کړې وي، دا به د افغان حکومت په ستونزو کې نوره هم اضافه وي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه زیاتوي چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې حمله کې له داعش ډلې سره د همکاریو راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې ځايي خلک نه‎دي پوه شوي.

ده ويلي چې غضنفر د داعش غړی نه‎دی او په سرپل کې د طالبانو قوماندان دی او له دې حملې سره تړاو یې رد کړی دی.

مقاله د ځايي اوسېدونکو له خولې ليکي چې حکومت له څو ورځو راهیسي هڅې کولې چې خلک له سیمې وباسي خو کله چې سخت دريځي سيمې ته ننوتل، دا کار ناشونی شو.

مقاله ليکي:

په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې حملې کوي، افغان ملي اردو د امریکا د هوايي بمباريو په ملاتړ د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې توانېدلې ده چې د داعش مخه ونيسي خو د دې هېواد په نورو سيمو کې هم وسله‎والو سرونه پورته کړي او له داعش سره يو ځای شوي دي.

خو مقاله وايي چې په افغانستان کې د داعش له حملو واضح شوې چې دا ډله افغان شيعه‎ګان په نخښه کوي.

تېره اوونۍ په هرات ولايت کې د شيعه‎ګانو پر یوه جومات په حمله کې ۳۷ کسان ووژل شول او هغه کسان چې په مرزا اولنګ کې وژل شوي، ورځپاڼه ليکي، د افغانستان له هزاره اتباعو څخه وو.

ګارډين ورځپاڼې هم د سرپل ولايت همدې پېښې ته کتلي او په مقاله کې يې د ځايي چارواکو له خولې ليکلي چې پر مرزا اولنګ سيمه کې دېرشو کورو ته اور ورته شوی دی خو د حمله کوونکو د هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د سرپل ولايت د والي ویاند ذبيح الله زماني ازادي راډيو ته وويل چې د حمله کوونکو شمېر له شپږ سوه څخه تر زرو کسانو پورې وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بيا د قاتلانو ائتلاف په نوم مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې واشنګټن پوسټ ليکي چې افغان ولسمشر وايي دی د نړۍ تر ټولو ستونزمنه دنده لري خو په دغو بې شمېره ستونزو کې د ده لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم، چې ده انتخاب کړی وو، تر ټولو لويه ستونزه ده.

مقاله لیکي چې د دوستم نوم له ظلمونو سره تړلی دی.

مقاله د ويکي ليکس له خوا خپرو شويو هغو امریکايي اسنادو ته اشاره کوي چې له مخې يې دوستم جګړه مار بلل شوی او ولسمشر غني په‎خپله دی مشهوره قاتل بللی وو.

په تېر ډیسمبر مياشت کې د جوزجان پخواني والي پر دوستم تور پورې کړ چې تېری يې پرې کړی.

تردې مخکې هم په ۲۰۰۸میلادي کال کې د اکبر بای په نوم يوه ځايي سياستوال پر دوستم ورته تور پورې کړ چې وروسته له هغه دوستم ترکيې ته جلاوطنه شو.

دوستم دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دا تورونه د ده د تهديدولو او له واکه لېرې کولو په مقصد ورباندې لګول شوي دي.

مقاله لیکي چې د دوستم له ځينو نورو کسانو سره د افغانستان د ژغورنې ائتلاف جوړ کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا د ائتلاف غړي تل په خپلو کې سره متحد نه وو د بيلګې په توګه د بلخ والي عطا محمد نور چې پر وړاندې يې دوستم په ۱۹۹۰م کلونو کې جګړه کوله.

د افغان حکومت د اجرائيه ریاست مرستيال محمد محقق او د بهرنیو چارو وزير صلاح الدین رباني هم د دې ائتلاف برخه دي.

مقاله ليکي چې د ولسمشر غني دفتر دغه ائتلاف رد کړی او وايي، دغه کسان د افغانستان د ژغورنې لپاره نه بلکه ځکه سره يوځای شول چې د فساد پر وړاندې د ده د اصلاحاتو پلان پر ځينو کسانو لکه نور او دوستم امتيازات قطع کوي.

مقاله ليکي چې د خلکو رايې او په لارو کوڅو کې د خلکو لاريونونه ښايي د دې اييتلاف نهايي قدرت وي کنه خلک به فکر کوي چې د دوی مشران د خلکو نه بلکه د ځان غم خوري.

XS
SM
MD
LG