د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۱۱

قومي مشران: د ننګرهار په اچین کې د محلي پولیسو قوماندان عام خلک وژني


د اچین ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران او د سیمې خلک ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې د محلي پولیسو قوماندان بلال پاچا عام خلک د داعش او طالب په نوم وژني او په مختلفو بهانو يې ځوروي.

دوی وايي، بلال پاچا د یکشنبې په ورځ هم په دې ولسوالۍ کې یو تنکی ځوان چې له هېڅ یوې ډلې سره‌يې اړیکې نه‌درلودې، وژلی دی.

دغو خلکو د یکشنبې په ورځ د دغه وژل شوي ځوان جسد د اعتراض په توګه، د ولسوالۍ مقام ته وړی و او له چارواکو يې غوښتنه کوله چې پر وژل شوي کس دې ثابته کړي چې له کومې ډلې سره‌يې اړیکه درلوده.

د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی حيات‌الله چې د وژل شوي ځوان د تره زوی دی، نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې بلال پاچا دغه کس د نورو په لمسون، د شخصي دښمنۍ له امله وژلی.

ښاغلي حیات‌الله وویل:

"دغه کس‌يې په ۤدې تور ویشتلی چې امارتي دی، خو دا کس امارتي نه‌و. هېڅ‌چا سره‌يې اړيکې نه‌درلودې، دا کس‌يې په شخصي مسئله کې وژلی، ځکه هغه بل کال‌يې د دې کس ورور وژلی و، خو بس بله مسئله نه‌وه، بس دې کس نه به ډارېده او اخر يې وواژه."

د اچین ولسوالۍ قومي مشر ملک محمدالله شینواری هم وايي چې وژل شوي کس هېڅ یوې ډلې سره اړیکه نه‌لرله.

نوموړی وايي، بلال پاچا په قومي شخړو کې هم ځان ښکېل کړی او په خبره‌يې، څه موده وړاندې يې قومي ځمکه هم پر خلکو توزېع کړې وه.

ملک محمدالله شینواری وایي:

"بس دغسې کار يې شروع کړی چې موټر نه پیسې اخله، خلک په یوه او بل نوم ځوروه او بل زموږ شخصي د یوې تپې ځمکه وه، همدې پاچا په خپل سر په نورو خلکو په خپل زړه توزېع کړې ده."

خو د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي چې یادو خلکو خپل شکایتونه ولایتي ادارې ته رسولي او د ولایت مقام په دې اړه څېړنه کوي.

د وژل شوي کس په اړه خوګياڼي وويل چې لومړني معلومات ښيي چې دغه کس محلي پولیسو نیولی وو، خو کله چې یې ترې د تېښتې هڅه کوله، د دوی له‌خوا په ډزو وژل شوی.

ښاغلي خوګیاڼي وویل:

"د بلال پاچا په ډزو یو کس وژل شوی، زموږ لومړني معلومات ښيي چې دغه کس له پوستې نه وسله اخيستې او تښتېده چې بیا لګېدلی، خو ولسونه وايي چې دغه کس هېڅ ډلې سره اړیکې نه‌درلودې او بې‌ګناه وژل شوی، خو د ننګرهار والي ګلاب منګل دا قضيه جدي نیولې ده او په دې اړه پلټنې روانې دي."

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی عصمت شينواری هم وايي، د بلال پاچا په اړه ده سره هم ولسونو شکایتونه شریک کړي او ده ولایتي ادارې ته په وار وار د خلکو اندېښنې رسولي، خو په خبره‌يې،تر اوسه‌یې هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

عصمت شینواری زیاتوي:

"دغه پرون‌يې هم يو کس ويشتلی، دا به وروسته معلومېږي، هلته خلک له ده نه تر پوزې راغلي، خو حکومت له هر څه خبر دی، بیا هم موږ نه‌پوهېږو چې ولې حکومت د داسې خلکو په وژنه غلی پاتې کېږي؟ زه وایم دغسې کسان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي."

د اچین ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، که چېرې دا ځل ولایتي ادارې د دوی غوښتنې ونه‌منلې، دوی به د جلال‌اباد او تورخم لويه لاره د ترافیکو پر مخ بنده کړي او همدارنګه له حکومتي ادارو سره به خپلې اړیکې پرې کړي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG