د لاسرسي لېنکونه

کندهار کې د شطرنج ملي لوبډلې ته انتخاباتي سیالۍ پیل شوي


د کندهار د بدني روزنې مسؤلین وایي جې د دغه ولایت د شطرنج لوبډلې ته انتخاباتي سیالۍ پیل شوي دي.

د کندهار د بدني روزنې امر سید مقتدأ اغا میران د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د ښوونځیو زده کوونکو او د پوهنتون محصلینو برخه اخېستې ده او د بدني روزنې په ریاست کې تر سره کېږي.

نوموړی وایي چې دغو زده کوونکو او محصلینو ته د شطرنج د ملي لوبډلې غړو له خوا د شطرنج روزنه ورکول کېږي.

په کندهار کې د شطرنج سیالۍ دوه ورځۍ مخکې پیل شوي او هدف یې د افغانستان د شطرنج ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل ښودل شوي دي.

XS
SM
MD
LG