د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۰۱

د ايران سپاه پاسداران شمال لوېديځ کې وسله‌والو سره جګړه کړې


د راپورونو پر اساس، د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د سخت دريځو وسله‎والو له يوې ډلې سره جګړه وکړه.

په پېښه کې دوه سخت دريځي وسله‎وال وژل شوي دي.

تسنيم خبري اژانس پرون يکشنبه راپور ورکړ چې دغه نښته د ترکيې او عراق سرحد ته نېږدې په اذربايجان غربي ولايت کې وشوه.

اژانس د پېښې د دقيق وخت په اړه معلومات نه‎دي ورکړي.

تسنيم خبري اژانس د سپاه پاسداران انقلاب د پياده قطعاتو د قوماندان جنرال محمد پاکپور په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، په نښته کې ٤ نور وسله‎وال ټپيان شوي دي.

ده ويلي چې ځيني پوځي وسايل نيول شوي دي.

په دې سيمه کې د ايراني کُردانو له سخت دريځو ډلو سره نښتې عامې دي.

XS
SM
MD
LG