د لاسرسي لېنکونه

چک جمهوریت د هوایي چلند په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي


چک جمهوریت وايي، د افغانستان د هوايي ځواکونو د پیاوړي کولو په برخه کې به همکارۍ ته دوام ورکړي.

اجرائیه ریاست په یوه بیان کې وايي، په کابل کې د چک جمهوریت سفیر میروسلاو تومان نن یکشنبه په کابل کې له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د خپل هېواد د همکاریو ژمنه وکړه.

په بیان کې د چک د سفیر له قوله ویل شوي چې هېواد به یې د پیلوټانو د روزنې او د هوايي ځواک د الوتکو د ترمیم په برخو کې، له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG