د لاسرسي لېنکونه

تاجکستان افغان سوداګرو ته د خربوزو د صادراتو اجازه نه ده ورکړې


د تاجکستان د ګمرک مسؤلینو افغان سوداګرو ته اجازه نه ده ورکړې چې خپلې خربوزې روسیې ته صادرې کړي.

د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس مسعود وحدت د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په کندز کې افغان سوداګرو غوښتل چې دغه خربوزې صادر کړې، خو د تاجکستان ګمرک ورته د صادرېدو اجازه نه ده ورکړې او له همدې امله یاد صادارت له منځه تللي دي.

نوموړی وایي چې دې مسئلې د سیمې بزګران له ناهیلۍ سره مخ کړي دي.

ښاغلي وحدت وویل:

"څه باندې ۲۰ ټنه خربوزې خرابې شوي، دا د کندز د بزګرانو لپاره د خوشینۍ خبر دی."

ښاغلي وحدت وویل چې د تاجکستان په ګمرک کې د ۲۰ ټنو خربوزو د خرابېدو له امله افغان سوداګرو ته څه باندې ۶۰۰۰ ډالر زیان رسېدلی دی.

د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، تاجکستان او ازبکستان اوس مهال خپل کرنیز توکي روسیې ته استوي، ځکه د خپلو توکو د بازار د را لوېدو له امله یې د افغانستان صادراتو ته اجازه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG