د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۰۰

افغان ـ کوریا د حرفوي زده کړو انسټیټوټ له نېږدې۸سوه تنو نه ازموینه واخیسته


افغان ـ کوریا د حرفوي زده کړو انسټیټوټ د فني او حرفوي زده کړو د جذب لپاره له نږدې ۸ سوه هلکانو او نجونو څخه ازموینه واخیستله.

د دغه انسټیټوټ مشر جلال الدین هشام د شنبې په ورځ په کابل کې له یادو کسانو څخه د ازموینې پروسې پر روښانتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ازموینه کې له ګډونکو ځوانانو څخه به تر ۲۵۰ پورې کسان په یاد انسټیټوټ کې جذب شي.

نوموړي زیاته کړه:

"له نېکه مرغه د تېرې سې شنبې په ورځ زموږ نېږدې ۲۲۶نجونې او هلکان له درېیو ډیپارټیمینټونو څخه فارغه شول او له پلان سره سم له نېږدې اته سوه نویو زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه چې دغه زده کوونکي به د خیاطۍ او د انګلیسي ژبې او کمپيوټر برخو کې وروزل شي، د دغو زده کوونکو له ډلې به نږدې ۲۴۵ تر ۲۵۰پورې کسان جذب شي."

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت اړوند، د فني او حرفوي زده کړو انسټیټوټ افغان ـ کوریا له ۲۰۰۴میلادي کال راهیسې نږدې ۵۹۹۶ کسانو ته بېلابېلې حرفوي زده کړې ورکړي دي.

په یاد انسټیټوټ کې په اوو مختلفو څانګو «انګلیسي، کمپيوټر، نلدواني، خیاطۍ، ولډنګ کارۍ، برق او موټر جوړونې» کې زده کړې ورکول کېږي.

یو شمېر دغو زده کوونکو نجونو او هلکانو چې په دې ازموینه کې یې ګډون کړی و ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د کار او ټولنیز چارو وزارت او دغه انسټیټوټ باید د زده کړې ترڅنګ دوی ته کارې زمینې هم برابرې کړي:

"زما نوم شیما دی په کمپیوټر برخه کې مې ازموېنه ورکړه، غواړم چې په دې برخه کې بریالۍ شم او زده کړې وکړم، خو له کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه مې غوښتنه داده چې موږ ته کارې زمینې برابرې کړي."

"زما نوم سید لطف الله دی، ازموینه ډېره ښه وه، په بشپړ شفافیت مخ ته لاړه او زه ترې راضي یم، کله چې موږ له دغه ځای څخه فارغېږو باید د کار زمینه هم موږ ته برابره شي ترڅو دغه ټرینینګ بې ځایه نه وي."

خو د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت اړوند، د فني او حرفوي زده کړو د انسټیټوټ افغان ـ کوریا مسؤلین وايي، دوی هڅه کوي چې د نویو ډیپارټمینونو په جوړولو سره ځوانانو ته د زده کړې ترڅنګ کاري زمینې هم برابرې کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG