د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

ګوګل ژباړه د پښتو ژبې د سمون لپاره ستاسو مرسته غواړي


پښتو، د لیکل شوو آثارو له اړخه، نیستمنه ژبه بلل کېږي خو ګوګل اشنا راډیو ته وویل، پښتانه لیکوال ژباړونکي ورسره مرسته کولای شي.‌

که مو کله ګوګل ژباړه کارولی وي نو ښایي دې ته مو پام شوی وي چې ژباړه یې ورانه او بې کیفیته ده.

د ټکنالوژۍ په عصر کې موږ هره ورځ د ځوابونو او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګوګل ته ورځو، خو ولې ګوګل ناسمه او نیمګړې ژباړه کوي؟

ګوګل وايي، د سمې ژباړې لپاره میلیونونو ژباړل شوو آثارو - کتابونو، مقالو او نورو - ته اړتیا لري، خو وايي‌، پښتو له دې اړخه نېستمنه ژبه ده.

په ګوګل ژباړه کې د پښتو د دغې تشې د ډکولو یوه لار شته.

د ګوګل ژباړونکي مشره څیړونکی، جولي کتیو د اشنا راډیو خبریال ته وايي:

"که تاسو په انګلیسي او پښتو ژبو پوهېږئ، لطفاً د ګوګل ژباړې له ټولنې سره یوځاې شئ او ژباړه وکړئ، ځکه موږ اضافي ژباړو ته اړتیا لرو. دغه کار د ګوګل ژباړې پر کیفیت نیغ په نیغه تاثیر لري."

د نړۍ لسګونو میلیونو پښتنو لپاره ګوګل تېرکال د ژباړې وړیا خدمات پیل کړل.

جولي کتیو اشنا راډیو ته وايي، د جون په میاشت کې ګوګل نیرونیتس ټکنالوژي پکار واچوله چې د پښتو ژباړې کیفیت ښه کړي.

نوموړې اشنا راډیو ته وویل:

"اوسمهال موږ د ژباړې پر کیفیت تم یو. موږ واقعاً د هرې ژبې ژباړې ته پاملرنه کوو او غواړو چې د ژباړې کیفیت ډېر لوړ شي.‌ نیرونیتس ټکنالوژي چې موږ یې اوس کاروو، د یوې جملې مکمله ژباړه راباسي، نه دا چې د پخوا په څیر ټکی په ټکی یې وژباړي."

څه باندې ۵۰۰ میلیون خلک هره میاشت له ګوګل نه د ژباړې کار اخلي.

ګوګل دا مهال ۱۰۳ ژبو ته ژباړه کوي او په ځینو ژبو کې آن غږ، ویډیو او تصویرونه/عکسونه ژباړي.

ډېر خلک د زده کړې لپاره ګوګل ژباړه کاروي او د نړۍ د لټون تر ټولو ستر دغه شرکت پر موبایل ټیلیفون خپل آپ داسې تیار کړی چې له ډیټا یا انټرنټ پرته هم کار کوي.‌

ګوګل ۱۰۲ ژبو ته د پښتو ور پرانیستی دی، خو د ژبو تر منځ د ژباړې د سمون لپاره له پښتنو لیکوالو او ژباړونکو مرسته غواړي چې خپل لږ وخت، په وړیا، د پښتو ژباړې د پیاوړتیا لپاره وقف کړي.

راپور: د اشنا راډیو خبریال،اکمل داوي

XS
SM
MD
LG