د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

هلمند چارواکي: ګرشک کې د طالبانو یوه برید ۵ افغان سرتیري وژلي


افغان چارواکي وايي، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې نن د طالبانو یوه برید پینځه افغان سرتیري وژلي دي.

دا حمله چې د مقاماتو په خبره درې وسله والو وکړه د ګرشک ولسوالۍ د پیسو د تبادلې پر یوه بازار شوی دی.

د طالبانو یوه ویاند په هلمند ولایت کې د نننۍ حملې مسؤلیت پر غاړه اخېستی دی.

ګرشک د هلمند له هغو نارامو ولسوالیو څخه ده چې په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړه شاهده وه.

بلخوا د لښکرګاه په درېیمه امنیتي حوزه کي پنځه پولیس وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د عبدالرحمن د پمپ په سیمه کې وسله والو د سرحدي پولیسو په یوه پوسته برید کړی دی چې په ترڅ کې د ټولۍ د قوماندان په شمول پنځه سرحدي پولیس وژل شوي دي او د دوهم کنډک قوماندان تورجان سخت ټپي شوی دی.

ځواک وویل، د قوماندان روغتیايي حالت نازک دی. هغه وویل په دغه برید کې چې تېره شپه ناوخته ترسره شوی دی، ګڼ شمېر وسله وال هم وژل شوي دي، خو دقیق شمېر يې مالوم نه دی.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • پخواني معلومات:

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

د ګرشک اوسیدونکي وايي، وسله وال په بازار کې یوه شخصي مارکیټ ته ختلي دي او د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او همدا شان د ګرشک ولسوالۍ د پارچاو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو ۲ پوستې سقوط شوي دي او دم ګړی د ګرشک د بازار په یوه څنډه کې چې دهمزنګ نومېږي د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک وايي، مارکیټ ته ختلي ځانمرګي برید کوونکي محاصره دي او په پارچاو کې پر امنیتي پوستو خال خال ډزې روانې دي.

هغه د دغه دواړو جګړو پرمهال د رامنځته شوو تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

تېره ورځ ناوخته د ګرشک په یخچال سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته د موټر په واسطه ځانمرګي برید کې ۳ سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

بلخوا ځینې امنیتي سرچیني وايي، د تېرې ورځې د برید تلفات تر هغه ډېر دي چې دولتي مسؤلین يې وايي، تر اوسه په دې اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • پخواني معلومات:

په ګرشک کې یو ډله ځانمرګي برید کوونکي د صرافانو مارکیټ ته ختلي دي او د امنیتي ځواکونو سره جګړه روانه ده.

د هلمند د والي ویاند وايي، د برید کوونکو شمېره مالومه نه ده خو سیمه يې محار کړې ده او ځواکونه د برید کوونکو سره په جګړه بوخت دي.

ځواک ازادي راډیو ته وویل، د کمربند پر یو شمېر پوستو هم همزمانه بریدونه روان دي چې د سیمو د احتمالي سقوط د مخنیوي لپاره نوي سرتیري ور لېږل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته د ګرشک اړوند د یخچال په نوم سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته په ځانمرګي برید کې ۳ سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي، خو ځینې امنیتي سرچینې دغه شمېره لوړه بولي.

تراوسه د دغه بریدونو په اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG