د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۲

د ترکمنستان ولسمشر یو ځل بیا خپل بېلابېلې وړتیاوې څرګندې کړې


د ترکمنستان مستبد ولسمشر يو ځل بیا هڅه کړې چې خپلې بېلابېلې وړتياوې څرګندې کړي.

په يوه ويډيويي راپور کې دی ښکاري چې ټوپکونه او چړې کاروي.

د ترکمنستان د دولتي تلوېزیون یو تبليغاتي راپور د دې هېواد ولسمشر ښکاروي چې چړې او ټوپکونه کاروي.

د دغو وسلو کارول اوس د قربانقلي بيردي محمدوف په وړتياوو کې شامل شوي.

د دولتي تلوېزيون د يوه راپور له مخې، د منځنۍ اسیايي هېواد ترکمنستان مستبد ولسمشر يو قطار سړو ته په داسې حال کې چې هغوی نظامي جامې اغوستي دي، په تمثیلي توګه خپلې وړتياوې څرګندوي.

دغه سړي محمدوف ته چکچکي وهي او دی ستايي.

د بيردي محمدوف د دفتر په وینا دا ويډيو په همغه ورځ خپره شوه چې ده په عشق اباد کې د عصري نظامي وسلو څارنه وکړه.

د ترکمنستان د حکومت سیاسي مخالفينو پر خپله ويب پاڼه دغه ويډيو له اډيټ سره خپره کړې او د هاليووډ د ممثل ارنالډ شوازنيګر له فلمي صحنه سره يې د بيردي محمدوف ويډیو یو ځای کړې ده.

بيردي محمدوف له يوه ټوپک سره ولاړ ښکاري چې د هدفي ويشتلو لپاره کارېږي.

اډيټ شوې ويډيو بيردي محمدوف د باسکټبال په ميدان کې ښکاروي چې توپ دايرې ته اچوي.

په هغه ويډيو کې چې محمدوف په ټوپکو ډزې کوي، دا څرګنده نه ده چې ایا محمدوف هدف ولي که نه خو دی د هدف پر کاغذ لاس تېروي او کتونکي ورته چکچکي کوي.

وروسته دی يوه توفنګچه راواخلي او په لاس کې يې وڅرخوي.

بیا يوه چاړه راواخلي چې د جګړې پر مهال په حمله کې کارول کېږي.

دی چاړه له یوه لاسه بل ته کړي، وروسته په ويډيو کې محمدوف ښکاري چې درې چړې وولي او درې اهداف وولي.

په پای کې بيردي محمدوف ښکاري چې د هدف پر کاغذ خپل لاسلیک کوي.

بيردي محمدوف چې د غاښونو ډاکټر هم دی، له ۲۰۰۶میلادي کال راهيسي په ترکمنستان واکمني کوي.

تر ده مخکې سفرمراد نظروف د ترکمنستان مشر وو.

نظروف د خپلو ظلمونو لپاره مشهور وو او ځان ته يې د ترکمن باشي خطاب کاوه چې معنی يې د ټولو ترکمنانو پلار ده.

څېړونکي وايي، د ترکمنستان چارواکو شپېته کلن بيردي محمدوف ته د خپل ځان ښودنې عادت ور اچولی دی او اوس دی خپل ځان ته ارکه داګ وايي چې معنی يې ده، ساتونکی.

XS
SM
MD
LG