د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

سیمه‌وال: ځدراڼ مېشتې سیمې له پرمختګ محرومې پاتې شوي


د خوست درېیو ځدراڼ مېشتو ولسوالیو نادرشاه کوټ، شمل دوه منده او سپېرې قومي مخور، مدني فعالان او ځوانان وايي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د یادو سیمو پرمختګ ته لازمه پاملرنه نه‎ده شوې.

دوی یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د خوست د ملکي او پوځي چارواکو سره په کتنه کې وکړې.

د یادې ناستې تابیا چې د ځدراڼو قومي یووالي ټولنې کړې وه، ګډونوالو يې ویل د ځدراڼو په درې واړو ولسوالیو کې خلک د پوهنې، روغتیا او سړکونو په برخو کې ګڼې ستونزې لري او په یادو ولسوالیو کې د بیارغونې پوره کارونه نه‎دي شوي.

د ځدراڼو د قومي یووالي د ټولنې مشر ډاکتر عبدالحکیم ځدارڼ ازادي راډیو ته وویل، که حکومت هلته د بیارغونې پروژې پلان کړي، نو ټول سیمه‌وال به ورسره په امنیت کې همکاري وکړي.

ډاکتر عبدالحکیم ځدارڼ زیاتوي:

"زموږ درې ځدراڼ مېشتې ولسوالۍ نادرشاه کوټ، شمل دومنده او سپېره په تېرو ۱۵ کلونو کې د تعلیم، روغتیا او بیارغونې په برخو کې ډېرې وروسته پاتې شوې دي، موږ دلته دولت او خلکو ته اطمینان ورکوو چې د امنیت په برخه کې به همکاري کوو تر څو په‎دې سیمو کې د دولت هغه انکشافي برنامې پلې شي."

د سپېرې یو تن قومي مشر مارک ځدراڼ د یادې ولسوالۍ له لارې پکتیکا ته د غځېدلي سړک د اساسي رغونې او پخولو غوښتنه وکړه.

مارک ځدراڼ وايي، که یاد سړک پوخ شي، نو د غزني، کندهار او هرات څخه د مالونو د راوړلو لپاره به دا لاره ډېره لنډه وي.

مارک ځدراڼ وویل:

"اوله غوښتنه دا ده چې د ځدراڼو له لارې باید د پکتیکا او خوست ترمنځ سړک په پاخه ډول ورغول شي، که دا لاره جوړه او اباده شي، نو د غزني، کندهار، هرات او نورو ولایتونو ټول موټر به په‎ دې لاره راځي، موږ نن د دې لپاره راغلي یو چې والي صاحب راته مخکې شي او مرکز ته زموږ ټولې خبرې او مشکلات ورسوي."

د یادې ناستې ګډونوالو د خوست چارواکو ته د دوی د پوهنې او روغتیا له حالت څخه شکایت وکړ او تور يې پورې کړ چې په یادو سیمو کې یو شمېر ښوونځي، ښوونکي او زده‌کوونکي خیالي دي.

د نادرشاه کوټ یو تن قومي مشر غنچه‌ګل په‎دې اړه وايي:

"د نادرشاه کوټ په ساحه کې د نجونو هېڅ مکتب وجود نه‎لري، نه‌يې ابتدائیه شته، نه‌يې متوسطه شته او نه‌يې لېسه شته، په نادرشاه کوټ کې يې ۳۰ بستریز روغتون ته ودانۍ جوړه کړې، خو حتی یو ډاکتر هم نه‎لري، هغه بل کلینیک کې یو ډاکتر دی، یوه ډاکتره، نو له‎دې کبله ډېرو ستونزو سره مخامخ یو."

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د ځدراڼ مېشتو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې پر ځای وبللې او ويې‌ویل، پخوا په خوست کې د سیمو انډولیز پرمختګ په پام کې نه‎دی نیول شوی.

ده په ځانګړي ډول صبري، تریزي، باک، موسی‌خېل، قلندر همدارنګه درې ځدراڼ مېشتې ولسوالۍ هغه سیمې یادې کړې چې خلکو ته‌يې پوره کارونه نه‎دي شوي.

د خوست والي وویل، د سپېرې له لارې پکتیکا ته د غځېدلي سړک پخول، د نادرشاه کوټ روغتون ته د تشکیل پیدا کول او د یادو سیمو د پوهنې بهیر ښه کېدل‌يې په کاري لومړیتوبونو کې دي.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي

ښاغلي حبیبي وویل:

"ما چې کله د سپېرې وضعیت ولید، دې ماته په خپله خبرې کولې، هماغه وو چې ما یادې ولسوالۍ ته اته رئيس صاحبان ولېږل، هغوی ته مې وویل، د دوی وړاندیزونه راوړئ، ما هغه وړاندیزونه په پلان کې اچولي دي، ان‌شاءالله زه به ډېر نېږدې وخت کې د سروې ټیمونه درلېږم چې نه‌یوازې تر ولسوالۍ پورې بلکې د پکتیکا تر سرحد پورې غواړم دا سړک درته سروې او ډیزاین کړم تر څو د راتلونکي کال په پرمختیايي بودجه کې ونیول شي، نادرشاه کوټ کې دوه، درې بنده تر کار لاندې دي، د نادرشاه کوټ شفاخانه په رښتیا هم دا ډېر وخت په جنجال کې وه، اوس تکمیل شوه او په تشکیل‌يې کار کوم."

د یادونې وړ ده، ډېری ځدراڼ د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په غرنیو سیمو کې اوسېږي، دوی له پخوا د څښاک د پاکو اوبو د کمښت، روغتیا او پوهنې په برخو کې له ستونزو سره مخامخ دي، که څه هم دوی خپلې ستونزې بیا بیا له ځايي چارواکو سره شریکې کړي، خو لا هم یادې ستونزې په خپل ځای پاتې دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG