د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د "بې‌پولې ډاکترانو سازمان" په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي


د «بې‌پولې ډاکترانو روغتیايي سازمان» يا «MSF» په افغانستان کې خپلو روغتیايي خدمتونو ته پراختیا ورکوي.

«ام. اس. اف» يا د بې‌پولې ډاکترانو سازمان وايي، په افغانستان کې روغتیايي اړتیاوو ته په کتو غواړي په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.

د دې سازمان د روغتیايي چارو د همغږۍ د برخې مرستیال ډاکتر ولي‌الله د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بې‌پولې ډاکترانو سازمان څه باندې يوه اوونۍ وړاندې په کندز کې د ټپيانو د درملنې لپاره يو بې‌بستره روغتون جوړ کړی او دغه‌شان غواړي چې په نورو ولایتونو کې هم خپل فعالیتونه وغځوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په کوم ځای کې چې ضرورت وي او خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونه‌لري، دې اړتیاوو ته په کتو موږ خپل خدمات غځوو چې ښه بېلګه‌يې د جولای په ۲۲مه موږ په کندز کې د ټپيانو د درملنې لپاره يو غیر بستریز روغتون جوړ کړ او صرف «OPD» خدمات موږ ترسره کوو."

په کندز کې د بې‌سرحده ډاکترانو پخوانی روغتون.
په کندز کې د بې‌سرحده ډاکترانو پخوانی روغتون.

د نوموړي په خبره نا امني د دوی د فعالیتونو په وړاندې لوی خنډ دی.

د بې‌پولې ډاکترانو خپلواک روغتیايي سازمان يا «ام. اس. اف» په ۱۹۸۱ میلادي کال کې په افغانستان خپل فعالیتونه پیل کړل، خو په ۲۰۰۴ کال کې کله چې د دوی پنځه کارکوونکي په بادغيس ولایت کې ووژل شول، دوی له افغانستان نه ووتل.

دغه روغتیايي سازمان په ۲۰۰۹ میلادي کال کې يو ځل بیا په افغانستان کې خپل روغتیايي خدمتونه پېل کړل چې اوس‌مهال د افغانستان په پنځو ولایتونو کابل، کندز، کندهار، هلمند او خوست کې شپږ بېلابېل روغتیايي مرکزونه لري.

د دغه روغتیايي سازمان د معلوماتو له مخې د دوی فعالیتونه تر ډېره په نا امنو او هغو سیمو کې دي چې خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

په افغانستان کې «ام. اس .اف» فعالیتونه د ۲۳۰۰ تنو افغان او ۱۰۰ تنو بهرنیو کارکوونکو له‌خوا پر مخ وړل کېږي.

د بې‌پولې ډاکترانو خپلواک سازمان يوازې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له شپږو لکو څخه زیاتو کسانو ته په افغانستان کې بېلابېل روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په کندز کې د بې‌پولې ډاکترانو پر يو روغتون د امریکايي ځواکونو د هوايي حملو په نتيجه کې ۴۲ کسان ووژل شول چې د بې‌پولې ډاکترانو سازمان دا حمله يو جنګي جنايت وباله او په دې اړه‌يې د پلټنو غوښتنه وکړه.

په کندز کې د بې‌پولې ډاکترانو پر روغتون حمله کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شول.
په کندز کې د بې‌پولې ډاکترانو پر روغتون حمله کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شول.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هغې ژمنې له مخې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د بې‌پولې ډاکترانو د سازمان ترمنځ شوی دغه سازمان به په کندز ولایت کې يو مجهز روغتون جوړوي او په نورو ولایتونو کې به هم خپل فعالیتونه پراخوي.

د دغه وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل:

"«ام. اس. اف» د روغتیا په برخه کې د عامې روغتیا وزارت يو ډېر مهم همکار دی چې په تېرو ۱۵ کالونو او له هغه نه وړاندې یې هم د روغتیا په برخه کې همکاري لرله، د نوې هوکړې له مخې دوی د وزارت سره ژمنه کړې چې خپل فعالیت به دوامدره ساتي او په کندز کې به يو ډېر مهجهز روغتون هم جوړوي."

ښاغلی مجروح وايي، د عامې روغتیا وزارت د یاد سازمان فعالیتونو ته د قدر په سترګه ګوري او هرکلی یې کوي.

د ده په خبره د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د «ام. اس. اف» سازمان د فعالیتونو لپاره ښې اسانتیاوې برابرې کړي څو د دغه سازمان فعالیتونه نورو سیمو ته هم پراخ شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG