د لاسرسي لېنکونه

قزاقستان ته د افغان نجونو د کرلېنګ لوبډلې سفر وځنډېد


د قزاقستان د کرلېنګ سیالیو ته د افغان نجونو د کرلېنګ لوبډلې سفر وځنډېد.

د افغانستان د المپیک کمېټې د نشراتو مسؤل منور شهزاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزارت فرهنګي ریاست دغې لوبډلې ته د بدني روزنې ریاست له لیک پرته، د سفر اجازه نه‌ده ورکړې.

تمه وه چې د نجونو د کرلېنګ څلور کسیزه لوبډله، د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان په لور روانه شي.

XS
SM
MD
LG