د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۲

مسیر: د عراق او سوریې د جګړو اور تر کابله راورسېد


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل کې د عراق پر سفارت د پروني برید په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د عراق او سوریې د جګړو اور تر کابله راورسېد.

په مطلب د یو شمېر افغان سیاسي شنونکو په حواله راغلي، د عراق او سوریې د جګړو اور په تدریجي ډول د افغانستان په لور راځي خو حکومت یې پر وړاندې بې غوره دی.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې تېره اوونۍ په کابل کې د عراق سفارت له داعش ډلې څخه د موصل د بېرته نیولو په خوشحالۍ یو پروګرام جوړ کړی و او ویلي ول چې داعش په موصل کې له منځه تللی دی.

د مطلب لیکونکی د یو شمېر دغو افغان سیاسي شنونکو په حواله لیکي چې د عراق پر سفارت د داعش دلې له خوا پرونی برید ښايي د غچ اخېستلو په معنی وي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د عراق پر سفارت د برید تر شا ګڼ بهرني لاسونه دي.

په سرمقاله کې راغلي پرون په کابل کې د عراق په سفارت برید وشو چې د برید تر شا تور لاسونه د داعش په لمنه پاک شوي دي.

د هېواد سرمقاله لیکونکی هم لیکلي، یو شمېر څېړونکي وايي چې دا برید په عراق کې له داعش دلې څخه د موصل د نیولو غچ و.

خو د سرمقاله لیکونکي په باور داسې نه ده او د عراق پر سفارت پرونی برید یې د افغانستان د هغو دښمنانو کار ګڼلی چې له نړۍ سره د دغه هېواد ښه اړیکې نه غواړي.

افغانستان ما، خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا حمله په افغانستان کې د داعش ډلې د قدرت یوه ننداره وه.

د سرمقاله لیکونکي په باور په دې ډول داعش غوښتل وښيي چې دا ډله یوازې په سوریه او عراق کې محدوده نه ده بلکې داعش په افغانستان کې هم کولای شي د هغو بهرنیو هېوادونو ګټو ته چې د دغې ډلې په وړاندې مبارزه کوي زیان ورسوي.

په سرمقاله کې راغلي دا حمله یو امنیتي ګواښ کېدلای شي چې امنیتي ارګاونه به د سفارتونو او بهرنیو دفترونو د امنیت جدي ټینګښت ته اړ باسي خو په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه په یوې لویې اندېښنې نه شي بدلېدلی.

XS
SM
MD
LG