د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

مسؤلین: د چاپېریال د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره پلانونه جوړ شوي


د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت او د چاپېریال ساتنې ادارې پرېکړه کړې چې د چاپېریال د لا زیانمنېدو د مخنیوي لپاره، د متخصصینو نظریات راټول او له مخې یې عملي پلانونه جوړ کړي دي.

په همدې هدف د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چارو د متخصصینو یوه علمي ناسته جوړه شوې وه.

مسؤلینو وویل، له شااوخوا ۵۰ کلونو راهیسې د اوبو د کموالي له امله د افغانستان د ښارونو او لېرې سیمو چاپېریال مخ په خرابېدو دی او باید داسې تدابیر ورته ونیول شي چې د سیندونو او د ځمکې د سر او تر ځمکې لاندې اوبه کنټرول او سمه ګټه ترې پورته شي.

وچکالي، د هوا تودخه، د سیندونو او د ځمکې د سر او تر ځمکې لاندې اوبو د ناسم مدیریت، د نفوسو زیاتوالی، په تېزۍ سره د ځنګلونو پرې کېدل، پر کرنیزو ځمکو د ښارونو، مارکېټونو او کورونو جوړېدل او داسې نور هغه لاملونه دي چې د افغانستان د ښارونو او لېرې پرتو سیمو پر چاپیریال یې ناوړه اغېزې کړی دي.

دا خبرې د افغانستان د ښاري پراختیا او کورجوړونې وزارت او د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارو مسؤلینو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي په یوه علمي کنفرانس کې وکړې.

د ښاري پراختیا او کورجوړنې وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، د هېواد اوسني چاپېریال خلک له ستونزو سره مخ کړي او پکار ده چې د مخنیوي لپاره یې پلانونه جوړ او د دولت د اړوندو ادارو له خوا پلي شي.

د افغانستان د ښاري پراختیا او کورجوړنې وزیر سید سعادت منصور نادري
د افغانستان د ښاري پراختیا او کورجوړنې وزیر سید سعادت منصور نادري

ښاغلي نادري زیاته کړه:

"طبیعي عوامل، وچکالي، جنګونه، د ښارونو نا انډوله پراختیا او د طبیعي سرچینو پر وړاندې بې پروايي، زموږ د چاپېریال په بحراني کولو کې رول لري او زموږ چاپېریال یې له زغم څخه ایستلی دی."

ده وویل، په نننۍ علمی ناسته کې به د چارو متخصصین، د چاپېریال د ستونزو د مخنیوي لپاره داسې علمي بحثونه او مشورې ورکړي چې پر مټ به یې یو عملي پلان جوړ شي.

سربېره پر دې، د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مسؤلینو هم د هېواد پر ناوړه چاپېریال اندېښنې وښودې او ویې ویل، د شته ستونزو تر ټولو لوی لامل د هېواد د اوبو، نه کنټرول دی.

د دغې ادارې د پالیسۍ مرستیال عبدالولي مدقق وویل، د وروستیو شااوخوا ۵۰ کلونو راهیسې، د هېواد اوبه مخ په کمېدو دي او شته اوبه یې هم په سمه توګه نه مدیریت کېږي.

ښاغلي مدقق وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د ستونزې هواري ته هڅې تېزې شي.

ښاغلي مدقق وویل:

"د حرارت د درجې د لوړېدو له امله، په تېرو۵۰ کلونو کې د هېواد د سترو سړځایونو لکه، د پامیر او هندوکش ظرفیت ۳۰ سلنه کم شوی دی، دغه شان څه باندې ۲.۵ سلنه خلک له وچکالیو او د اوبو د کموالي له امله زیانمن شوي دي."

مسؤلینو وویل، افغانستان د چاپېریال د خوندیتوب لپاره ډېرې منابع لري، خو د دولت تر څنګ خلکو ته هم پکار ده چې پر وړاندې یې له احتیاطه کار واخلي.

د ولسمشر سلاکار یوسف پښتون بیا په دې اړه د خلکو پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ او ویې ویل، د اوبو مناسبه کارونه، د ځنګلونو له پرې کولو ډډه کول او داسې نور هغه څه دي چې چاپېریال له زیانمنېدو ژغورلی شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG