د افغانستان د عدلیې وزارت په داسې حال کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ لمانځي چې افغان حکومت لا هم د انسانانو د قاچاق په اړه مشخص ارقام نهلري.
په دغه وزارت کې د بشري حقونو د ملاتړې د ادارې مسؤل احمد وحید هدایت د یکشنبې په ورځ په کابل کې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې چې د ښاري پراختیا موسسې له خوا جوړه شوې وه، وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په ۱۳۹۵ کال کې۴۵۰ کسان له انساني قاچاقبرانو ژغورلي دي.
دی وايي:
"په ۱۳۹۵ کال کې له۴۵۰ څخه زیات کسان له انساني قاچاقبرانو څخه ازاد شوي او په همدې کال کې ۸۸۹ قاچاقبران د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او د۴۵۰ دوسېي عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوي دي."
عدلیې وزارت وايي چې د افغانستان سرحدي ولایتونه هرات، نیمروز، کندز او جلالاباد د انساني قاچاق له پلوه زیانمن ولایتونه ګڼل شوي دي.
جنګ، ناامني، بېوزلي او په لېرو پرتو سیمو کې ناسم رواجونه په افغانستان کې د انساني قاچاق عمده لاملونه دي.
تر ډېره ماشومان، تنکي ځوانانو او ښځې د انسانانو د قاچاق کوونکو ښکار ګرځي.
هغه انسانان چې قاچاق کېږي تر ډېره ورباندې جنسي تیري کېږي، جنسي غلامۍ ته هڅول کېږي، په تروریستي حملو کې ورنه استفاده کېږي او حتی د بدن غړي یې پلورل کېږي.
افغان حکومت ادعا کوي چې په هېواد کې یې د انساني قاچاق کچه راټیټه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۷ کال د راپور له مخې افغانستان د انساني قاچاق له لومړي کتار هېوادونو نه دوېیم ته راښکته شوی دی.
د افغانستان د عدلیې وزارت هم وايي چې د افغانستان د جزا په کوډ کې انساني قاچاق تعریف شوی او مجرمنیو ته یې جزا مشخص شوې او دا مهال نافذ دی.
په ورته وخت کې د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال وايي چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره حکومت پياوړې اراده لري او عاملین به یې تر جدي عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.
مینه پال وايي:
"له ټولو جرمونو په ځانګړي توګه له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت ژمنه روښانه ده، په دې برخه کې زموږ ټول کشفي، عدلي او قضايي ارګانونه جدي دي."
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین کمال سادات په همدې مراسمو کې وویل چې ډېری افغان ځوانان د انساني قاچاق ښکار دي او په دې برخه کې دوی عامه پوهاوی پيل کړی دی.
ښاغلي سادات له دیني عالمانو او ځوانانو وغوښتل چې په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
راپور: رحمت الله افغان