د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

شکیبا هاشمي: طالبانو په کندهار کې د ملي اردو ۳۰ سرتېري له ځان سره وړي


د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ پر کرزالې کمپ د طالبانو له حملې وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په یاده حمله کې د ملي اردو ۲۶ سرتېري وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې که څه هم افغان ځواکونو د طالبانو د حملې مقاومت وکړ، خو حمله ډېره پراخه او شدیده وه.

د ښاغلي وزیري په خبره دا مهال د ملي اردو سرتېري په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلی وزیري زیاتوي:

"له ډېرې شدیدې جګړې وروسته متأسفانه هلته زموږ ۲۶ کسه شهیدان شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي، هغه سیمه اوس زموږ تر کنټرول لاندې ده، خو پېښه رامنځته شوې او موږ یې تائیدوو."

په ورته وخت کې د دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې د کرزالې پر کمپ د طالبانو په حمله کې ۸۰ تنه طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د پېښې د څېړنې لپاره سیمې ته پلاوی استول شوی دی.

طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې په حمله کې یې د ملي اردو ۷۴ سرتېري وژلي او شپږ تنه‌یې له وسلو سره بیولي دي.

تېره ورځ د کابل په لوېدیځ کې هم په هغه برید کې چې پړه‌یې طالبانو ومنله ۲۴ کسان ووژل او ۴۲ نور ټپیان شول.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو یو شمېر استازي وايي چې په کندهار کې د ملي اردو سرتېرو ته د جګړې نه بلکې د دفاع امر شوی نو ځکه په دغې حمله کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زیاته ده.

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي وايي، طالبانو پر کرزالې کمپ حمله کې د ملي اردو ۴۰ سرتېري وژلي او ۳۰ تنه‌یې له ځان سره بیولي او په کار ده چې ولسمشر یې جدي پوښتنه وکړي.

دې زیاته کړه:

"د دفاع وزارت له لوري خپاره شوي ارقام سم نه‎دي، زما د معلوماتو له مخې ۷۰ کسان په قرارګاه کې وو چې د طالبانو په حمله کې ۴۰ کسه وژل شوي او ۳۰ تنه‌یې طالبانو ژوندي له ځان سره بیولي، نو دا حالت نور له زغمه پورته دی."

د اغلې هاشمي په خبره د امنیتي چارواکو ناغېړي او ترمنځ‌یې د نه‌همغږۍ موجودیت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د کچې لوړېدو ته زمینه برابره کړې ده.

نوموړی وايي، که د دا ډول پېښو مخه ونه‌نیول شي نو هېڅ مور به نور اجازه ورنه‎کړي چې بچیان‌یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې اجرا کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG