د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

د کورنیو چارو وزارت: نېږدې ۳ میلیونه افغانان د نشه‌يي توکو کاروبار کوي


د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مرستیال په هېواد کې د مخدره موادو کښت، تولید او قاچاق ته د پټې سونامې نوم ورکړ.

عبدالجلیل بختیار د چهارشنبې په ورځ له خبریالانو سره د روان لمریز کال د لومړۍ ربعې د لاسته راوړنو د شریکولو پر مهال وویل چې نېږدې درې میلیونه افغانان په دې کاروبار مصروف دي.

دی وايي:

"د هغو ارقامو مطابق چې موږ یې لرو، تقریباً درې میلیونه کسان په افغانستان کې د مخدره موادو په کښت او قاچاق مصروف دي، کله چې موږ درې میلیونه وایو دا هغه کسان دي چې ټول په افغانستان کې ژوند کوي او حضور لري."

عبدالجلیل بختیار
عبدالجلیل بختیار

ښاغلي بختیار زیاته کړه، تر هغې چې څارنوالي او په دې برخه کې ځانګړی قضايي بخش اسناد او شواهد تکمیل نه‌کړي، پولیس نه‎شي کولای د هغه طرزالعمل له مخې چې لري یې اجرأت وکړي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مرستیال وايي چې شااوخوا ۳،۵ میلیونه افغانان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په مخدره موادو روږدي او متأثره دي.

عبدالجلیل بختیار له خبریالانو سره د تېرو څلورو میاشتو د لاسته راوړنو د شریکولو پر مهال وویل چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په همدې موده کې ۷۶۴ عملیاتونه کړي چې ۸۷۴ قاچاقبران‌یې نیولي.

ښاغلی بختیار زیاتوي چې په نیول شویو کسانو کې ۱۴۰ لوي قاچاقبران، ۱۴ یې ښځې، پنځه پاکستاني، درې ایراني او ۲۱ د عامه خدمتونو افغان کارکوونکي شامل دي.

نوموړی زیاتوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ د مخدره موادو فابریکې ویجارې شوي، ۱۱۶ ټنه مخدره مواد چې په‌کې تاریاک، هیروئین، چرس او بېلابېل نشه‎يي مواد شامل دي، له‎منځه وړل شوي دي.

دی وايي، د له‎منځه وړل شویو مخدره موادو ټوله بیه په افغانستان کې ۲۹۲ میلیونه ډالرو او په نړیوالو بازارونو کې یې بیه شااوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېده.

د ولسي جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون له دغو لاسته راوړنو هرکلی کوي او د پام وړ یې بولي.

د دغه کمېسیون غړی چمن شاه اعتمادي د مخدره موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي لپاره د شته قوانینو پر تطبیق ټینګار کوي.

دی وايي:

"د دې لپاره چې موږ وتوانېږو ټول نه بلکې د مخدره موادو د ستونزې یوه برخه حل کړو، په ټولو هغو کسانو چې د مخدره موادو په کښت، تولید او قاچاق کې په یو نه یو ډول لاس لري قانون باید ورباندې یو ډول پلی شي."

عبدالجلیل بختیار وايي چې په افغانستان کې د نیول شویو ټولو زندانیانو ۲۳ فیصده د مخدره موادو قاچاقبران تشکیلوي.

د ولسي جرګې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې کمېسیون وايي چې حکومت تر اوسه نه‎دی توانېدلی چې د مخدره موادو لوی قاچاقبران ونیسي.

افغان حکومت وايي چې د مخدره موادو د لویو قاچاقبرانو نیول کېدل سیمه‎ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري چې د دوی په وینا تر اوسه د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې په دې برخه کې مرسته نه‎ده کړې.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG