د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

په نورستان کې په نه شه د روږدو کسانو زیاتېدو په اړه اندېښنې


افسې کلی د نورستان برګیمټال ولسوالۍ کې موقعیت لري چې ډېری اوسیدونکي يې د اپیمو او چرسو په نشو روږدي دي، هر کور او حجرې ته چې ننوځي نو د چرسو او اپیومو لوګي.

د افسې کلي قومي مشر مولوي محمد حسن ازادي راډیو ته وویل، د دوی په کلي کې د اپیومو او چرسو څښل رواج ګرځیدلی دی:

"څه ماشومان او څه زنانه په‎دې نشه يي توکو باندې اخته دي."

مولوي محمد حسن وايي، د دوی په سیمه کې د چرسو او کوکنارو کښت نه کېږي، خو دوی ته دغه نشه يي توکي له بدخشان څخه راوړل کېږي خو تر اوسه حکومت په‎دې نه‎دی بریالی شوی چې د اپیمو او چرسو د راوړونکو مخه ونیسي.

دی وايي:

"د منجان او بدخشان طرف نه يې خلک راوړي او خرڅوي يې، حکومت يي هم تر اوسه مخه نه‎ده نیولې."

په اپیمو یو روږدي کس ازادي راډیو ته خپله کېسه داسې بیان کړه:

"۲۵ کاله کېږي چې زه اپیم څښم، له ۱۲ کلنۍ مې پیل کړی. ماشومان په‎دې لوګي اخته کېږي، بیا چې ناروغ شي، تاریاک ورکوو چې هغوی هم په همدې نشو اخته شي. نور درمل موږ ته نه رسیږي د مجبوریت نه يې د دردونو د کرارولو لپاره کاروو."

به نشه‎يي توکو روږدي او نور خلک وايي، د ناروغانو د درملنې لپاره په سیمه کې کوم روغتون نه‎لري او دوی دومره وس هم نه‎لري چې د درملنې لپاره کونړ، جلال اباد او یا هم کابل ته لاړ شي:

"موږ ته دلته درمل او کلینک نشته، جلال‎اباد او کابل ته هم نشو تللی، دلته خو غوا او جوار هم ورکوو، هلته بې پیسو کار نه کېږي. جلال‎اباد ته چې لاړ شو یوه غوا راته به لسو غواو تمامېږي. څه وکړو اوس یې نشو پریښودلی."

په نورستان کې د ښځو چارو رئیسې میرمن زاهده فیضان ازادي راډیو ته وویل، د نورستان په برګیمټال او نورو سیمو کې په نشه‎يي توکو د سړیو ترڅنګ ښځې او ماشومان هم روږدي دي.

اغلې فیضان زیاته کړه:

"د برګیمټال طرف نه ځینې خویندې له تاریاکو نه استفاده کوي چې په یوه کور کې یو څوک په نشه‎يي توکو اخته وي، ماشومان او زنانه پرې ضرور مبتلا کېږي."

هغې له مرکزي حکومته وغوښتل چې باید د نورو ولایتونو په څېر په نورستان کې هم د معتادینو د درملنې لپاره یو روغتون جوړ کړي.

نوموړې وویل:

"زموږ غوښتنه له دولتي چارواکو دا ده چې باید په نورستان کې یو روغتون او یا هم کلینک جوړ کړي، د نورستان مرکز پارون، نورګرام او دواب ولسوالیو کې هم دغه ناروغي شته."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي رادیو ته وویل، د برګیمټال په افسې کلي کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر د اندیښنې وړ دی او دی هم له مرکزي حکومته د روغتون د جوړولو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي:

"تقریباً ۶۰ په سلو کې د دې کلي خلک په‎دغه مهلک مرض اخته دي او دا یو ډېر خطرناک رقم دی. زه خپله له مرکزي حکومته غواړم چې د افسې کلي یو لس بستریز روغتون جوړ کړې."

والي وايي، برګیمټال ته له بدخشانه راغلو لارو کې پرتو امنیتي ځواکونو ته يې امر کړی چې د نشه يي توکو کاروباریان ونیسي.

دی وايي:

"په رښتیا هم چې په نورستان کې کوکنار نه کرل کېږي او دا هرڅه له بدخشانه راوړل کېږي، موږ ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د نشه يي توکو کاروباریان تعقیب کړي او نورستان ته يې له راتګ مخه ونیسي."

د برګیمټال اوسیدونکي وايي، په سیمه کې يې د نورو خلکو ترڅنګ څو تنه دیني عالمان هم د نشه يي توکو په استعمال روږدي دي.

دوی دا هم وايي کله چې په نشه‎يي توکو د روږدي کېدو خبره دیني عالمانو ته هم وغځیده نو بیا به څوک خلکو ته د حرامو او حلالو ترمنځ د توپیر کولو او د خوږ نبي پیغامونه څوک ورسوي.

راپور :روح الله – انوري

XS
SM
MD
LG