د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسیدلې


د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ کې تېر مازیګر (چهارشنبه) جګړه پای ته رسېدلې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ سهار چې وسله‌والو طالبانو پر وانټ وایګل ولسوالۍ برید پیل کړی و په‌کې ۴۵ وسله‌وال وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي.

والي وایي، په جګړه کې دوه پولیس وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان دي.

طالبانو هم افغان ځواکونو ته د درنو مالي او ځاني زیانونو اړولو ادعا کړې ده.

  • پخواني معلومات، د چهارشنبې ورځ د زمري ۴مه

د نورستان سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د چهارشنبې سهار وسله‌والو طالبانو پر وانټ وایګل ولسوالۍ باندې ډله‌ییز برید وکړ چې افغان ځواکونو دغه برید په شا تمبولی و چې تر اوسه په‌کې په لسګونه وسله‌والو برید کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل نن سهار پنځه بجې سلګونه وسله‌والو طالبانو د وانټ وایګل ولسوالۍ پر مرکز برید پیل کړی چې افغان ځواکونو د مخالفینو برید په شا تمبولی او لسګونه وسله‌والو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"نن سهار پنځه بجو نه هغه ساحه کې جنګ شروع دی، جنګ اوس ادامه لري. زموږ باتورو ځواکونو د امنیت ملي، پولیسو او د اردو ځواکونو د مخالفینو برید کوونکي په شا تمبولي دي، ۳۰ نفره‌يې وژل شوي او له سلو زیات‌یې ټپیان دي، زموږ یوازې دوه پولیس سر سري ټپیان شوي دي."

هغه وایي، وسله‌والو طالبانو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ولسوالۍ د نیولو لپاره پوره تابیا نیولې وه او په زیات قوت‌يې پر ولسوالۍ برید پیل کړ، خو افغان ځواکونو يې حمله په شا تمبولې ده.

والي وایي، سیمې ته د دفاع وزارت څرخي الوتکې هم رسېدلي او د مخالفینو څو مورچې يې بمبار کړي دي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په رالېږلي لیکلي ټیلیفوني پیغام کې دعوه کړې چې په برید کې يې درې امنیتي پوستې نیولي او یو شمېر دولتي سرتېرو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دواړه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوې، خو د خپلو تلفاتو په اړه کره معلومات نه‌ورکوي.

راپور: روح‌الله انوري

  • پخواني معلومات

د نورستان ولایتي چارواکي وايي چې پر وانټ وایګل ولسوالۍ د نن سهار د وسله‌والو مخالفینو ډله‌ییز برید يې په شا تمبولی دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار نېږدې ۱۵۰۰ وسله‌والو مخالفینو په دې ولسوالۍ ډله‌ییزه حمله وکړه چې د افغان ځواکونو له‌خوا په شا تمبول شوې.

ښاغلی عبدالقیوم وايي چې په سیمه کې لا هم توده جګړه روانه ده او د دوی د معلوماتو له مخې تر دې دمه لس وسله‌وال مخالفین وژل شوي، خو افغان ځواکونو ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.

وسله‌والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

  • پخواني معلومات

د نورستان پر وانټ وایګل ولسوالۍ وسله‌والو نن سهار ۵ بجې برید پیل کړی چې تر اوسه دوام لري.

د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي رحمت‌الله ازادي رادیو ته وویل چې افغان ځواکونه له خپلو سنګرونه دفاع کوي.

ښاغلي رحمت‌الله تر دې دمه د دواړو خواو د تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

جزئیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG