کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په کابل کې د تېرې ورځې د موټر بم چاودنې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
افغانستان ما، خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل د تېرې ورځې په موټر بم چاودنه کې چې د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وشوه ۲۴ کسان وژل شوي او ۴۲ کسان ژوبل شوي دي.
په مطلب کې راغلي چې ارګ، د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، یوناما، د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو، د امریکا سفارت او د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دغه حمله غندلې او د بشریت ضد یې ګڼلې ده.
خو ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې بیا د بلخ د والي عطا محمد نور په حواله لیکلي چې، تسلیت ویل او غندل هېڅ درد نه دوا کوي.
په مطلب کې ویل شوي چې ښاغلي نور په یو پیغام کې ویلي، د افغانستان په هر ګوټ کې خلک د ناکامو سیاستونو ښکار دي او تر کومه چې د هېواد په امنیتي بنسټونو کې لازم او اساسي اصلاحات رامنځته نه شي افغانان به دغه شان د خونړیو پېښو شاهدهان وي.
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په کابل ښار کې د موټر بم چاودنو، انتحاري او غلچکي بریدونو د مخنیوي په هدف امنیتي تدابیر نیولي خو بیا هم د سولې دښمنان وتوانېدل چې د خلکو په یوه ګڼه ګونه سیمه کې موټر بم چاودنه وکړي.
ورځپاڼه لیکي، ترکومه چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه له منځه ولاړ نه شي دا شان بریدونو به روان وي.
مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، د نا امنیو له وجې خلکو په تېرو درېيو ورځو کې تر سلو پر زیاتو خپلو، خپلوانو خاورې اړولي او ګڼ نور په روغتونونو کې پراته دي.
خو سرمقاله لیکونکی لیکي، د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي، د وړم او تېرکال په پرتله د سږکال امنیتي حالت څو چنده ښه دی او لا ډېر به ښه شي.
د سرمقاله مقاله لیکونکي په خبره، ارګ کې په رېښتیا هم امنیت دی!
او اطلاعات روز خپلواکه ورځپاڼه بیا په خپل یو مطلب کې کال پرون ورځې ته ستنه شوې لیکلي:
تېرکال په همدغه ورځ یعنې د اسد په دوهمه، په دهمزنګ څلو لاري کې د روښنایۍ غورځنګ پر مظاهره کوونکو انتحاري حملې وشوې چې د ورکړل شویو ارقامو له مخې ۸۶ کسان په کې ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات ټپیان شول.