د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د پکتیا چارواکي: د جاني‎خېلو ولسوالۍ جګړه۶مې ورځې ته وغځېده


نن شنبې له غرمې وروسته د پکتيا امنيه قوماندانۍ ته له جاني خېلو ولسوالۍ څخه د ۱۱ تنو جنازې راوړل شوې او د چارواکو په خبره دوی د دغو جسدونو د هويت په معلومېدلو بوخت دي.

د پکتيا د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسؤلين وايي، نن له غرمې وروسته امنيه قوماندانۍ ته د جاني خېلو ولسوالۍ څخه د ۱۱ تنو جسدونه وروړل شوي دي.

دوی وايي دا له وخت مخکې ده چې دوی د دې کسانو د هويت په اړه وغږېږي په خبره يې لا هم د وژل شويو هويت نه دی معلوم چې پوليس دي که عام خلک.

خو د پکتيا په امنيتي ادارو کې يو کس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ازادي راډيو ته وويل، ۱۱ جسدونه چې په جګړه کې وژل شوي قوماندانۍ ته راوړل شوي.

دغه کس په خپلو معلوماتو کې زياته کړه چې دغه جسدونه د افغانستان شمالي ولايتونو د هغو اوسېدونکيو سرتېرو دي چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې په وظيفه بوخت وو.

ويل کېږي په جاني خېلو کې لا هم شديده جګړه روان ده او د ولسوالۍ ډېرې برخې د عامو خلکو په وينا د وسله والو طالبانو سره دي خو حکومتي چارواکي چې په سيمه کې دي وايي ولسوالۍ د دوی تر کنټرول لاندې ده.

له تېرو شپږو ورځو راهيسې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ولسوالۍ نيولو په خاطر جګړه روانه ده چې د حکومت په خبره تر دا مهاله په جګړه کې د وسله والو طالبانو ۸۶ تنه وژل شوي او لسګونه ټپيان دي خو وسله وال طالبان دغه ورکړل شوې شمېر نه مني وايي دوی افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او مهمات يې هم ترې نيولي دي.

  • پخواني معلومات

د پکتيا امنيتي چارواکي دا مني چې د دې ولايت په جاني‎خېلو ولسوالۍ کې د درېيمې ورځې لپاره جګړه روانه ده او په خبره‌يې دغه ولسوالۍ تر محاصرې لاندې ده.

د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل سردار ولي تبسم ازادي راډيو ته وويل چې په دغې جګړه کې تر دې مهاله ۳۰ تنه وسله‎وال وژل شوي او افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلی تبسم زیاتوي:

"د پکتيا ولايت جاني‎خېلو ولسوالۍ له درېيو ورځې راهيسې تر سختې محاصرې لاندې ده، زموږ افغان زړورو ځواکونو کلک مقاومت کړی دی په مجموع کې ۳۰ تنه وسله‎وال مړه دي او ډېر په‌کې پاکستاني ملېشه دي او په دغې جګړه کې زموږ ۵ افغان سرتېري شهيدان دي او ۴ تنه زخميان دي او تر دې مهاله جنګ روان دی او د جګړې رهبري امنيه قوماندان، د قول اردو قوماندان او د زون قوماندان کوي. "

نوموړی وايي چې سيمه کې د دوی ځواکونو عمليات پيل کړي او ولسوالۍ به ډېر ژر له محاصرې څخه وباسي، خو د سيمې اوسېدونکي د حکومت دا خبره نه‌مني او وايي، په دغې ولسوالۍ کې تر دې مهاله هوايي او ځمکني عمليات نه‎دي پيل شوي.

د جاني‎خېلو يو اوسېدونکي د ټیليفون له لارې ازادي راډيو ته وويل:

"شپږ مړي بهر پراته دي پوليس دي، شپږ دننه په ولسوالۍ کې دي. داسې ګدام غوندې يو ځای دی هغه‌يې هم سوځولی دی او نور طالبان نه‌شته او خالي بيرغونه‌يې ځوړند دي او سهار وختي اته کسان راغلي وو دوکانونه‌يې کتل او هلته يوه لاره ده کوټکي طرف ته طالبان تللي دي يو نيم موټر راشي وګرځي او بېرته واپس لاړ شي همدا رنجر او هام‌وې موټرونه دي طالبان په‎کې راځي ۱۸ کسان‌يې ژوندي بيولي دي پوليس دي او اوس قومي مشران سره ټولېږي او د دغو کسانو راخلاصولو لپاره جرګه کوي."

ده دا هم وويل چې د نيول شويو پوليسو لپاره قومي مشران د خلاصون په جرګه بوخت دي او هڅه کوي چې د وسله‎والو له لوري برمته شوي پوليس خوشې کړي.

د وسله‎والو طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، د دوی درې تنه وسله‎وال ملګري وژل شوي اته ټپيان او ټولې نيول شوې سيمې لا هم دوی سره دي او په لواړي سيمه کې له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

دی وايي، ۱۹ افغان سرتېري يې وژلي ۱۶ تنه‌يې ژوندي بيولي او ۳۰ موټرونه، درنې وسلې او ګڼ مهمات‌يې هم لاسته ورغلي دي.

دغه ولسوالۍ تېر کال هم په دغه وخت کې د وسله‎والو طالبانو له لوري د دوو اوونيو لپاره سقوط شوې او په جګړه کې يې شااوخوا دېرش تنه وسله‎وال او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د پکتیا په جاني‎خېلو ولسوالۍ کې پولیس د ولسوالۍ له مرکزه په شا شوي، خو په همدې ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو سره یوځای شوي او ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله‎والو طالبانو لاس ته نه‎ده لوېدلې.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د ولسوالۍ مرکز چې پولیس ترې په شا شوي بېرته له وسله‎والو طالبانو ونیسي.

بل پلو پرون سې شنبه مازیګر په ارګ کې د ولسمشر غني په مشرۍ د امنیتي او دفاعي ادارو د مشرانو په غونډه کې د هغو درې ولسوالیو په وضیعت بحث وشو چې په وروستیو څو ورځو کې وسله‎والو طالبانو نیولې دي.

له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په غونډه کې د غور ولایت په تیوره، د فاریاب ولایت په کوهستان او د پکتیا ولایت په جاني‎خېلو کې وروستي انکشافات وڅېړل شول او امنیتي ادارو ته د له لاسه وتلو سیمو د نیولو لپاره لارښوونې وشوې.

د ولسمشر د ویاند له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په دې ولسوالیو کې د وسله‎والو د ځپلو لپاره هوايي بریدونه اغېزناک وو او په‌کې بریدګرو ته درانه تلفات اوښتي.

  • پخواني معلومات

افغان چارواکي که څه هم د پکتیا د جاني‌خېلو ولسوالۍ د سقوط خبره نه‌تائیدوي، خو د سیمې اوسېدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دغه ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نیولې ده.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزی که څه هم ازادي راډیو ته په سیمه کې د روانې جګړې خبره تائید کړه، خو دا چې ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو نیولې، څه ونه‌ویل.

د پکتیا د ولایتي شورا رئیس سردار خان ملنګ‌زوی د جرمني «ډي. پي. اې» خبري اژانس ته وویل چې د جاني‌خېلو ولسوالۍ نن سهار وختي وسله‌والو طالبانو ونیوله.

تر اوسه په جګړو کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو که چارواکي د دې ولسوالۍ د سقوط خبره تائید کړي دا به درېیمه ولسوالۍ وي چې په دوه درې ورځو کې د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېږي.

تر دې مخکې طالبانو د غور تیوره او د فاریاب کوهستان ولسوالۍ نیولې وې.

  • پخواني معلومات

د پکتیا چارواکي وايي په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې د تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

د پکتیا امنیه قوماندان جنرال توریالی عبدیاني وايي چې ولسوالۍ سقوط نه‌دی کړی او جګړه شدیده ده.

د سیمې اوسېدونکو ازادي رادیو ته وویل چې د جګړې په پایله کې وسله‌والو طالبانو په جګو نقطو کې د افغان ځواکونو پوستې نیولې دي او له هغه وروسته‌یې ولسوالۍ او قوماندانۍ نیولې دي او زیاتوي چې د ولسوالۍ ښار تعمیرات او دولتي ځایونه او ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ کې یې لسګونه پولیس وژلي او زخمي کړي دي.

ده دا هم وویل چې ګڼ مهمات د دوی لاسته ورغلي او دوه طالبان وژل شوي، درې ټپيان دي.

نور جزیات وروسته ...

XS
SM
MD
LG