د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

دُرانی: وسله‌والو د کندهار په شاولي‌کوټ کې ۷۰ ملکیان برمته کړي


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دولت وسله‎والو د کندهار په شاولي‎کوټ ولسوالۍ کې ۷۰ ملکي کسان برمته کړي دي.

امنیتي چارواکي وایي، د افغان حکومت وسله‎والو مخالفینو دغه کسان د شاولي‎کوټ له څو کليو څخه په دې خاطر بيولي چې له دوی سره يې همکاري نه‎کوله.

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، وسله‎والو له تېرې اوونۍ راهیسې د شاولي‎کوټ له ماڼو، چينار او ځينو نورو سيمو څخه له ۷۰ زيات کليوال له ځانه سره بېولي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ ویاند ضيا دُرانی وایي، وسله‎والو مخالفینو د تېرې چهارشنبې په ورځ د شاولي‎کوټ د ماڼو پر قرارګاه له بريد وروسته دغه کسان له ځانه سره نا معلوم ځای ته بیولي دي.

دُرانی وایي، وسله‎والو مخالفينو ۷ برمته شوی کسان وژلي، خو ۲۰ تنه یې بېرته خوشې کړي او ۳۳ تنه لا هم لادرکه دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُرانی

دراني وویل:

"له دې جملې څخه چې ۷۰ نفره دي، ۷ نفره يې په شهادت رسولي، ۲۰ نفره يې خوشې کړي او ۳۳ نفره لا هم نادرکه دي."

د پوليسو ویاند وایي، ممکن وسله‎والو دغه کسان له هغوی سره د نه همکارۍ په تور برمته کړي وي، خو نوموړی وایي، د ملکي کسانو د خلاصون لپاره یې هڅې پیل کړي دي.

ښاغلي دُراني زیاته کړه:

"زموږ امنیتي ځواکونه پلټنې کوي چې د برمته شوو کسانو د ځای څرګ ومومي او د هغوی د خلاصون لپاره عملیات وکړي."

وسله‎والو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي او نه د ملکي کسانو د برمته کولو په اړه بشري بنسټونو تبصره کړې ده.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG