د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د افغانستان ستره محکمه خپل ډېری کارونه کمپیوټري کوي


د افغانستان ستره محکمه د اسان خدماتو له لارې د دغه ادارې ډېری کارونه کمپیوټري کوي.

د سترې محکمې رئیس محمد یوسف حلیم وايي چې د دغه سیسټم له لارې به د محاکمو اړوند خدمات چټک او شفاف شي.

ښاغلي حلیم د شنبې په ورځ د افغانستان د ماليې وزارت سره د اسان خدماتو موافقه لیک د لاسلیک غونډې ته وویل چې له دې کار سره به ټولې پروسې اسانه او تر یوه چتر لاندې راشي.

ښاغلي حلیم زیاته کړه:

"د اسان خدماتو سیسټم چې فکر کوم ستره محکمه درېیمه اداره ده چې پکې عملي کېږي، زه هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې زموږ د محکمو له لوري به دا خدمات په پوره شافیت او تر هغې اندازې چې ممکن دي دا خدمات خلکو ته وړاندې کېږي."

له دې وړاندې د اسان خدماتو پروسه لومړني کارونه د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو په وزارت او د پاسپورټ په ریاست کې عملي شوي چې له مخې یې باید د دغو ادارو ټول کارونه کمپیوټري شي.

دا هڅې داسې وخت کېږی چې افغانان ډېر کله په ادارو کې د کاغذ پرانۍ، د کارونو له ځنډ، د فساد او نورو ستونزو شکایت کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني بیا تل ټینګار کړی چې په ادارو کې د برېښنايي حکومتوالۍ عامول او خلکو ته د اسانو خدمتونو وړاندې کول د وخت اړتیا ده چې د ملي وحدت حکومت ورته ډيره پاملرنه کوي.

له دې سره د اسان خدماتو رئیس شهزاد اریوبي وايي چې تر راتلونکي یوه کال پورې به ډېرې ادارې د اسانه خدماتو پر سیسټم سمبال او د مراجعینو ستونزې کمې شي.

ښاغلی اریوبي وايي چې د سترې محکمې سره د تفاهم لیک له مخې به د دغې ادارې ډېر پېچلي کارونه اسانه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ غواړو د سترې محکمې د بشري منابعو سیسټم، د دوی مالي سیسټم، د دوی د تدارکاتو سیسټم او نور جوړ کړو په همدې ډول د دوی وثیقې، قوالې، نکاح خط او داسې نورې پروسې اسانه، ساده او کمپیوټرایز کړو."

نوموړی وايي د اقتصاد عالي شورا ۴۸ ډوله داسې خدمات مشخص کړي چې خلک یې له پېچلتیا او ځنډ له امله سرګردانه کړي چې باید اسانه شي.

ښاغلی اریوبي وايي هڅه دا ده چې خلک عریضو ته د اوږده انتظار څخه خلاص او پر ځای یې د انلاین عریضو او خدماتو سره اشنا او ادارې دا ظرفیت ولري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG