د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل Sigmar Gabriel په یو اړخېز چلند تورن کړ او ویې ویل چې د جرمني او ترکیې اړیکې د ګواښ او ویرولو له لارې نه، بلکې د نړیوالو منل شویو اصولو پر بنسټ پرمخ تللای شي.
پرون له دې مخکې ګابریل ویلي و چې جرمني به په ترکیه کې د دولت په تضمین شوې پانګونې بیا وڅېړي او سوداګر یې له ترکیې څخه د خپلو پانګو ایستلو ته وهڅول.
په ترکیه کې د بشري حقونو د یوه جرمني فعال له نیول کېدو وروسته د جرمني حکومت خپلو اتباعو ته ترکیې ته د سفر په اړه خبرداری ورکړ.
د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ګابریل په برلین کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې حکومت نور نو په ترکیه کې د جرمني شرکتونو د پانګونو د امنیت ضمانت نهشي کولای.
ګابریل زیاته کړه:
"زه دا امکان نه وینم چې موږ به د جرمني د حکومت په توګه په ترکیه کې د جرمني شرکتونو د پانګونو ضمانت ته دوام ورکړو، ځکه هلته د سیاسي دلایلو پر بنسټ د پریکړو ګواښونه شته."
په ترکیه کې د خلکو د نیولو له روانې لړۍ وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم خبرداری ورکړ چې په دې هېواد کې د خپلو اتباعو د مصؤنیت ضمانت نهشي کولای.
د ناټو د دوو متحدانو جرمني او ترکیې اړیکې یو کال مخکې په تېره په ترکیه کې د جولای د میاشتې د کودتا له هڅې وروسته ترینګلي شول، ځکه د کودتا په پلان کې د شاملو کسانو پر ضد د اقداماتو په ترڅ کې ۲۲ جرمني اتباع هم ونیول شول چې په دې ډله کې د بشري حقونو د فعال پیتر شتیودتنر "Peter Steudtner" او د دوو ژورنالیستانو په ګډون نهه کسان لا هم په بند کې دي خو د جرمني د ناڅاپي غوصې دلیل د سې شنبې په ورځ د یوې محکمې حکم و چې شتودتنر او نور فعالان یې په بند محکوم کړل.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرجرمني تور لګوي چې هغه کسان چې محکمې حکم پرې کړی له نورو جرمني اتباعو سره چې ترکیې ته د سیلانیانو په توګه تګ راتګ کوي په یوه کتار کې راولي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې د جرمني او ترکیې ترمنځ د اعتماد جدي بحران راغلی.
ترکیې د دې بحران علت د جرمني دوه ګوني معیارونه بللي او په دې ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاووش اوغلو پرون برلین ته خبرداری ورکړ چې ترکیه به ځوابي اقدام وکړي خو نور جزئیات یې ورنهکړل.