د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

د اېډز له امله د مړه شویو کسانو د شمېر په اړه د ملګرو ملتونو نوی راپور


ملګري ملتونه وايي، په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې په نړۍ کې د اېډز له امله د مړه شویو کسانو شمېر نېږدې نیمايي په سلو کې کم ثبت شوی دی.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په تېر ۲۰۱۶ میلادي کال کې د اېډز ناروغۍ له امله یو میلیون کسان مړه شوي دي چې دا له ۲۰۰۵ میلادي کال راهیسي د دې ناروغۍ په نتیجه کې د مړو کسانو په شمېر کې نېږدې ۵۰ په سلو کې کموالی ښيي.

ملګرو ملتونو د اېډز له امله د مړو شویو کسانو د شمېر په اړه د پنجشنبې په ورځ خپل کلنی راپور خپور کړ چې په‌کې راغلي، «د دې وبا له امله تېر ۲۰۱۶ کال کې زیات کسان په منخني ختیځ، ختیځې اروپا او شمالي افریقا کې مړه شوي دي.»

د راپور له مخې اېډز د نړۍ په سطحه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د زیاتو ناروغانو ژوند اخیستی و او هغه کال دې وبا یو اعشاریه نهه میلیونه کسان مړه کړل.

د اېډز د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې راپور وايي، تېر کال روغتیايي اسانتیاو ته په «اېچ ای وي» د اخته کسانو د لاسرسي اندازه ۵۰ په سلو کې لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو په وینا په نړیواله سطحه د ۳۶ اعشاریه ۷ میلیونه کسانو له ډلې څخه تېر میلادي کال ۱۹ نیم میلیونو کسانو درملنې ته مخه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د راپور د شمېرو له مخې د اېډز د مخنیوي او درملنې ته په «اېچ ای وي» د اخته کسانو د ورتګ په برخه کې زیات پرمختګ د افریقا د ختیځې او جنوبي برخو په هېوادونو کې ثبت شوی دی.

د اېډز د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې اجرائیه مسؤل وايي، په داسې وخت کې چې د اېډز د کنټرولولو لپاره کار روان دی، د دې ناروغۍ د درملنې هڅې د پرمختګ په حال کې دي او هېوادونه د دې وبا پر وړاندې مبارزه کې پیاوړي کېږي.

«د یادې ناروغۍ د مخنیوي چارې چټکې کړي دي»
«د یادې ناروغۍ د مخنیوي چارې چټکې کړي دي»

په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې د اېډز په نتیجه کې د تلفاتو په باب د ملګرو ملتونو راپور وايي چې د نړۍ په دې برخو کې تېر میلادي کال د اېډز له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۸ په سلو کې زیات شوی دی.

په منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا کې د اېډز په تلفاتو کې ۳۸ په سلو کې زیاتوالی ښودل شوی دی.

د اېډز د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو په تازه کلني راپور کې ویل شوي چې په روسیه کې له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۶ کال پورې په «اېچ ای وي» د اخته کسانو په شمېر کې ۷۵ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG