د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

افغان کرکټ بورډ به په ۳کلونو کې د کرکټ د نړیوالې شورا هیلې پوره کړي؟


د روان ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په ۲۲ نېټه د افغانستان کرکټ بورډ وتوانېده چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

دا هغه لویه لاس ته راوړنه او هیله وه چې افغانان ورته په ډېر کم وخت کې ورسېدل.

راپورونه وايي چې د بشپړ غړیتوب درجه د افغانستان کرکټ لوبډلې ته په موقعتي ډول د درېیو کلونو لپاره ورکړل شوې ده او له درېیو کلونو وروسته به د افغان کرکټ بورډ ټولې چارې کتل کېږي او د دایمې غړیتوب لپاره به يې مشورې کېږي.

دا چې افغان کرکټ بورډ به په راتلونکو درېیو کلونو کې څومره وتوانیږي د کرکټ د نړیوالې شورا هیلې پوره کړي؟

او اوس مهال دوی له کومو ستونزو او ننګونو سره مخ دي؟ د حقیقت څه دی په روانه خپرونه کې ورته ځواب ورکړل شوی دی.

دا خپرونه چې کوربه توب يې اکرام الله اکرام کوي د کرکټ بورډ له اجرائيوي رئیس شفیق الله ستانکزي سره په په همدې اړه بحث شوی دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG