د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله د سې شنبې په ورځ په نایجیریا کې د لسګونه ځوانو نجونو لهخوا وستایل شوه.
ملالې هلته له هغو نجونو سره وکتل چې د بوکو حرام تُندلارې ډلې تښتولې وې او هغوی یې د زدهکړې دوام ته هڅولې دي.
دغې ۲۰ کلنې فعالې اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل چې د هغو نجونو زړورتیا خوشحاله کړې چې په خپل هېواد کې د تر ټولو ناوړه بشري وضعیت سره سره خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي.
دا د نجونو د پیاوړتیا په هدف د نوموړې د سفر یوه برخه ده چې تر اوسهیې د نړۍ څو نورو برخو ته هم په همدې هدف سفرونه کړي دي.
ملالې د چيبوک ښوونځي له هغو نجونو سره ولیدل چې د بوکو حرام ډلې درې کاله وړاندې تښتولې وې.
تر اوسه د دغو نجونو ۱۰۰ تنهیې ژغورل شوي چې اوس په پلازمېنه ابوجه کې اوسېږي چې ملالې د دوشنبې په ورځ ورسره ولیدل.
نوموړې اسوشیټېډ پرس ته ویلي چې دغو نجونو د خپلې ازادۍ په اړه خوښي وښوده، خو ملاله وایي، لا هم لهدې کبله خواشینې ده چې دا نجونې په بشپړ ډول له خپلو کورنیو سره نهدي یوځای شوي او هیلهیې وښوده چې هغوی بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شي او عادي ژوند پیل کړي.
لا هم د دغه ښوونځي لسګونه نجونې د بوکو حرام ډلې سره دي.
ملاله وایي، بوکو حرام ډله باید پوه شي چې په اسلام کې دا ډول کړنې د منلو وړ نهدي او دا د انسانیت او اسلام ضد عمل دی.
همداراز ملالې یوسفزۍ په میدوغوري ښار کې دننه او بهر د کورنیو بېځایه شویو کډوالو کمپونو ته هم ولاړه چېرې چې زرګونه کسان د بوکو حرام ډلې د تاوتریخوالي له کبله هلته پناه شوي دي.
دغه تُندلاره ډله په پرلهپسې ډول په نایجیریا کې خونړي بریدونه کوي او حتی ځیني وختونه په ځانوژونکو بریدونو کې له ځوانو نجونو کار اخلي.
ملالې د دوشنبې په ورځ د نایجیریا له مرستیال ولسمشر سره ولیدل او د څه باندې ۱۰ میلیونه بېځایه شویو ماشومانو په اړهیې ټینګار وکړ چې په هغه هېواد کې د زدهکړې لپاره بېړنی حالت اعلان کړي.
نوموړې دغهراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د نایجیریا په شمال ختیځ کې له بحران سره مقابله وکړي.
د بېځایه شویو په کمپونو کې نجونو ویلي، له ملالې سره تر لیدو وروستهیې د روښانه راتلونکې لپاره هیلې پیدا کړې دي.
۱۵ کلنې فاطمې علي ویلي چې موږ باید د لوږې په څېر ټول کړاوونه وزغموو، څو ښوونځي ته ولاړې شو.
دې وویل چې غالباً په ورځ کې یو ځل ډوډۍ خوري.
د ملګرو ملتونو د شمېرو لهمخې د نایجریا په شمال ختیځ کې درې مېلیونه ماشومان د زدهکړې د دوام لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.
له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې چې بوکو حرام تاوتریخوالی پیل کړی، نېږدې ۱۴۰۰ ښوونځي وران شوي او شااوخوا ۲۳۰۰ ښوونکي وژل شوي دي.