د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

د کابل پولیس: کابل ښار ته په غځېدلو ۳ لارو کې پلټونکي ماشینونه ولګول شول


د کابل پولیس وايي چې ښار ته په غځېدلو ۳ عمومي لارو کې یې د پلټڼې تخنیکي ماشینونه نصب کړي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال حقنواز حقیار د سې‎ شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د پلټنې دغه ماشینونه د چین له‎خوا افغان دولت ته ورکړل شوي او ښار ته د لېږدوونکو هر ډول چاودېدونکو موادو څخه مخنیوی کولای شي.

د نوموړي په وینا، یوازې له شمال څخه کابل ښار ته پر غځېدلې لار دغه سیسټم نه‌دی لګول شوی او ژر به‌یې چارې بشړې شي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال حقنواز حقیار
د کابل د امنیې قوماندانۍ مرستیال حقنواز حقیار

ښاغلي حقیار زیاته کړه:

"دا پرمختللی تخنیک او ټکنالوژي په درېواړو دروازو کې نصب او عملاً یې ګټه اخیستنه پیل شوه، یوازې یوه دروازه چې د کوتل د سر یعنې چې د شمال په استقامت ده، کارونه‌يې په ۱۰۰ کې ۹۰ شوي او ډېر ژر به فعاله شي."

کابل ښار ته د ننوتو لپاره یوازې دا څلور دروازې نه‎دي، بلکې څو نورې فرعي لارې هم شته چې یو شمېر ولسوالۍ او ولایتونه له دغه ښار سره نښلوي.

د پوځي چارو کارپوهان باور لري چې د دولت وسله‎وال مخالفین ‌زیاتره وخت له همدغو فرعي لارو چې په پوره ډول تر امنیتي پوښښ لاندې هم نه‎دي، ګټه اخلي.

د دغو کارپوهانو له ډلې جاوید کوهستاني د سې‎شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پولیس باید یادو فرعي لارو ته هم پام زیات کړي.

د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی
د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستانی

ښاغلي کوهستاني وویل:

"که موږ یوازې د کابل پر کنټرولي دروازو تکیه او غفلت وکړو او فکر وکړو چې کنټرولي دروازې لرو، نو فکر کوم چې ډېرې ستونزې به ولرو، نو باید د ترورېستي ډلو د موجودیت د مخنیوي هڅې وشي، د کابل د کمربندونو په اطرافو کې امنیت ټینګ شي او د خلکو همکاري زیاته شی."

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ مرستیال حقنواز حقیار ویلي چې د کابل په عمومي دروازو کې د پلټڼې د دغو ماشینونو د لګولو تر څنګ پولیسو ته لارښونه شوې چې د ګرځنده ګزمو په وسیله، فرعي لارې هم کنټرول کړي او د هغو باروړونکو موټرو مخه ونیسي چې له دې لارو کابل ښار ته داخلېږي.

د ده په خبره، د کابل په دروازو کې د پلټونکو ماشینونو نصبول کولای شي چې په نسبي ډول د ترورېستي حملو او امنیتي پېښو مخه ونیسي.

راپور: اکرام‎الله اکرام

XS
SM
MD
LG