د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

قزاقستان ته د حنیف اتمر د هدف په اړه له قادر شاه سره مرکه


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون استانې ته ورسېد او د قزاقستان د ملي امنیت له سلاکار سره یې د دوو هېوادونو ترمنځ د ترورېزم پر ضد د مبارزې پر لارو چارو او دوه اړخېزو اړیکو خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی اتمر ازبکستان ته هم لاړ شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د تروریستي ډلو په تېره بیا داعش د فعالیت له درکه اندېښنه لري او افغانستان بیا د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه چې یو شمېر اتباع یې په نړیوالو تروریستي ډلو کې برخه لري، د همکارۍ غوښتونکی دی.

قزاقستان ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر د سفر په اړه عصمت څاروان د ملي امنیت شورا له ویاند قادرشاه سره مرکه کړې او لومړی یې د دې سفر هدف ورڅخه پوښتلی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG