د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۳

د بامیان د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې ۳ نجونو مډالونه واخېستل


د بامیانو د نجونو د بایسکل ځغلونې د ټو ور په سیالیو کې پرون یکشنبه له دغه ولایت څخه درې نجونو د سرو زرو، سپینو زرو او د برنزو مډالونه وګټل.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون رئیس صادق صادقي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د بامیان په کوربه‎توب تر سره شوې چې په کې صدیقه صدیقي لومړی، نجلا سخي‎زاده دوهم او مریم محمدي درېیم مقام خپل کړ او د افغانستان د بایسکل ځغلونې په ملي ټیم کې یې غړیتوب واخیست.

صادقي وایي چې په دغو سیالیو کې۴۰ ښځینه بایسکل ځغلوونکو له کابل، هرات او بامیان څخه ګډون کړی و.

د دغو سیالیو لپاره د بامیان له مرکز څخه تر بند امیر پورې ۶۵ کېلو متره واټن ټاکل شوی و.

XS
SM
MD
LG