د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۲

افغان چارواکي: ایران خپل معتاد وګړي هرات ته راستولي

په هرات ولایت کې له ۶۰ زرو زیات کسان په نشه‎يي موادو روږدي دي او سیمه‌ییز چارواکي وايي، اکثر دا معتادان په ایران کې د کار د مالکانو له‎خوا نشو ته هڅول شوي دي.

په دې ډله کې ایراني اتباع هم لیدل کېږي.

بهنام امیري له همدې ډلې کسانو دی چې له زرګونو نورو کسانو سره یوځای د هرات ښار په یوه څنډه کې د ژوند ترخې شېبې تیروي. بهنام چې صحي وضعیت یې د نشه‎يي موادو د کارولو له وجې ډېر ښه نه ښکاري د ازادۍ راډیو خبریال ته وویل، ایراني پولیسو دی دې ته اړ کړ چې له خپل هېواده ووځي او افغانستان ته کډه شي.

بهنام وايي:

"اصلا د اردبیل یم. یو کال په زندان کې وم او وروسته انقلابي محکمې موږ دلته راواستولو او راته یې وویل، افغانستان ته ولاړ شئ او یو کال مو چې تېرکړ بیا زنګ وهو او بېرته مو دلته راولو."

په هرات کې د زرګونه معتادانو استوګنه په یوه ټولنیزه ستونزه بدله شوې خو دې سرحدي ولایت ته د ایراني معتادانو استولو په دې اړه اندیښنې لا زیاتې کړې دي.

یو بل متعاد جعفر چې اکثرا د هرات- اسلام قلعه پر لویه لاره لیدل کېږي او په سختۍ سره خبرې کوي هم وايي چې اصلاً د ایران له مشهد څخه دی خو له څو کلونو راهیسې په هرات ښار کې اوسي.

نوموړی وايي:

"اصلا د مشهد یم چې څومره مې پولیسو ته وویل چې زه ایرانی یم، ویل یې نه، ولاړ شه، ته افغان یې."

په هرات کې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې رئیس په دې ولایت کې د ایراني معتادانو استوګنه مني خو وايي چې دقیقه شمېره یې نه ده ورمعلومه.

جیلاني دقیق ازادي راډیو ته وویل، دا کسان د هغو کډوالو په ډله کې چې د ایران حکومت ایستلي، افغانستان ته استول شوي دي.

ښاغلي دقیق زیاته کړه:

"تېر کال درې تنه د ایران وګړي معتادان چې یوه یې ښځه او دوه نارینه وو، زموږ په روغتونونو کې تداوي شول. دا منو. ځکه زموږ سرحدونه ډېرکلک کنټرول شوي نه‎دي او دا کسان هم د نورو کډوالو په ډله کې افغانستان ته ننوځي."

صابر د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې دی چې په ایران کې یې د مخدرو موادو کارول پیل کړل خو اوس یې اعتیاد پریښی دی او په هرات کې د معتادانو د درملنې په یو مرکز کې کار کوي.

صابر هغه تر علاج لاندې ناروغ ته چې څنګ ته یې ناست دی اشاره وکړه او د ازادۍ راډیو خبریال ته یې وویل، د ایران پولیس یو شمېر په نشه‎يي موادو روږدي ایراني وګړي افغانستان ته استوي:

"دا ایرانی ورور چې زما تر څنګ ناست دی پولیس ښه پوهېدل چې ایرانی دی او ان یوه ایراني منصبدار د سرحد پرسر هغه مهال چې لا نه وو رااوښتی، پوښتنه ترې وکړه چې ایرانی یې کنه، ده ورته وویل چې هو یم او په ایرانۍ ترکي ژبه یې خبرې ورسره وکړې خو بیا یې هم افغانستان ته ولېږه."

له ایران سره په ګډ سرحد کې پروت هرات د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې خورا زیات معتادان لري.

د ملګرو ملتونو د یو ان او ډي سي ادارې له خوا د مخدرو موادو پرضد د مبارزې سیمه ییزې ادارې ته په ۲۰۱۲ کال کې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دا ولایت له شپیتو زرو زیات معتادان لري چې په سلو کې شل یې ښځې او ماشومان دي.

خو په دې اړه تراوسه دقیق معلومات نشته چې له دې ډلې څخه په کوم شمېر معتادان ایراني اتباع دي.

د هرات سیمه ییزه اداره هم وايي چې د بهرنیو معتادانو د شمېر د معلومولو لپاره تراوسه کوم پلان نه‎لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG