د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

اسرائیل په بیت‌المقدس کې تړلي سپیڅلي دیني ځایونه بېرته پرانېستل


د اسرائیل چارواکو په بیت‎المقدس کې خورا سپېڅلي ځایونه چې په‎کې اقصی جومات هم شاملېږي، نن د یکشنبې په ورځ بېرته پرانېستې دي.

اسرائیل وروسته له هغه د جمعې په ورځ په بیت‎المقدس کې دا سپېڅلې ساحه وتړله چې درېیو عربي اسرائیلیانو په ډزو دوه پولیس ووژل.

په بیت‎المقدس کې حرم شریف ته د لومړنۍ ډلې ورتلونکو کسانو نن سهار الله اکبر نارې وهلې.

پولیسو په دې شرط خلکو ته له‎دې ساحو د لیدنې او زیارت کولو اجازه ورکړې چې وضع شوي مقررات ومني.

پولیسو اقصی جومات او د غره ګنبدې شاوخوا اوسپنېزې پنجرې او کمرې لګولي او داسې ماشینونه یې درولي چې له خلکو سره انتقالېدونکي فلزي اله پېژندلی شي.

د اقصی جومات رئیس شېخ عمر کسواني ویلي چې نوي وضع شوي مقررات نه مني.

هغه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

"موږ د اسرائیل حکومت له‎خوا وضع شوي مقررات او بدلونونه نه منو، تر هغو جومات ته نه ننوځو چې د اوسپنې تشخیصونکي ماشینونه نه‎وي لېرې شوي."

د اسرائیل حکومت استدلال کړی چې د تېرې جمعې ورځې د حملې عاملین په بیت‎المقدس کې له سپېڅلې ساحې ورغلي وو.

په هغې حمله کې چې د درېیو عرب اسرائیلیانو له خوا وشوه، دوه پولیس ووژل شول.

اسرائیلي حکومت سمدستي تر حملې وروسته، د اقصی جومات په شمول ځینې مقدسې ساحې وتړلې او مسلمانانو له څو لسیزو وروسته د اسرائیل حکومت د دې کار په نتیجه کې د جمعې لمونځ ونه شو کړای.

د اسرائیل حکومت دې بې مخینې پرېکړې، د ګڼو مسلمانانو او اردن حکومت غبرګون را وپاراوه.

​اردن حکومت په بیت‎المقدس کې د سپېڅلې سیمې «حرم شریف» خادم دی.

د شنبې په ورځ د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه ورکړه چې د یکشنبې په ورځ به حرم شریف او د غره ګنبده په تدریجي ډول پرانېزي.

حرم شریف چې د مسلمانانو او یهودانو لپاره مقدس زیارت ګڼل کېږي، په کلونو کلونو هم کله نه وه، تړل شوې.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه راپور له‎مخې، د یکشنبې په ورځ هم اسرائيلي پولیسو یو ۳۴ کلن فلسطینی په ډزو وواژه.

د پولیسو ویاند میکي روسینفلډ ویلي، په ګډو عملیاتو کې چې د یکشنبې په سهار وشول دا ۳۴ کلن فلسطیني له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

د ۲۰۱۵ میلادي کال له سېپټمبر راهیسې اسرائیلو ۲۵۵ فلسطینیان چې د حمله کوونکو په توګه یې پېژندلي وو، وژلي دي.

د حمله کوونکو د حملو په نتیجه کې له همدې نېټې راهیسې ۴۵ تنه اسرائیلیان او درې بهرني وګړي وژل شوي دي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG