د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د قاطع ملاتړ ماموریت په کندز کې پر یوه ښوونځي هوايي حمله کړې


د کندز سیمه ییز چارواکي په یاد ولایت کې د خواجه مشهد په نوم د نجونو پر یو ښوونځی د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو لخوا د هوايي برید خبر ورکوي.

د خواجه مشهد ښوونځی د کندز ښار ختیځ لورې ته د والي د دفتر په ۵۰۰ مترۍ کې موقعیت لري.

د دغه ښوونځي مدیر حشمت الله صدیقي نن شنبې ازادي راډیو ته د دغې پېښې په اړه داسې وویل:

"نن سهار ۴:۲۰ د امریکايي هوايي ځواکونو له خوا زموږ پر ښوونځي بمب غورځول شوی دی چې له کبله یې ښوونځي او د سیمې شااوخوا کورنو ته یې سخت مالي تاوان رسولی دی."

په ورته وخت کې د کندز د پوهنې ریاست مشر محمد رستم جبارخېل د دغې خبرې پخلی کوي وايي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت هوايي ځواکونو د خواجه مشهد پر ښوونځي سهواً برید کړی چې په پایله کې ښوونځي ته همدارنګه په سیمې کې شااوخوا کورونو ته مالي زیان رسېدلي دی.

محمد رستم جبارخېل
محمد رستم جبارخېل

نوموړي زیاته کړه:

"ما په دې اړه د فرقې له قوماندان سره خبرې وکړې، هغه راته وویل چې دوی د شپې د کندز ښار اړوند شمال ختیځ لورې ته خپل پوځي عملیات پیل کړي او دغه ښوونځي د ناسمو معلوماتو له مخې ویشتل شوی دی."

په همدې حال کې د کندز ښار د خواجه مشهد د سیمې خلک بیا وايي چې د دغه هوايي برید له کبله د خواجه مشهد ښوونځي سربېره د دغې سیمې یو شمېر کورونو ته هم سخت مالي تاوان رسېدلی دی.

د دغې سیمې مشر عبدالکریم بلوڅ او یوه تن زیانمن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه سیمه د ښار منځ او یو هستوګنه سیمه ده او د خواجه مشهد پر مکتب د بمب غورځولو له کبله د خلکو کورونو ته هم زیان رسېدلي دی، دښمن چېرته دی او دوی کوم ځایه په نښه کوي او دغه سیمه د والي دفتر څخه ۵۰۰ متره واټن لري."

"دغه پېښه باید په جدې توګه وڅېړل شي، ځکه دوی ولې هستوګنه سیمې پر بمب وېشتلي ده، څو په راتلونکي کې د دغه شان پېښو مخه ونيول شي او دغه شااوخوا ټولو کورونو ته مالي زیان اوښتی دی."

بل خوا د کندز د والي ویاند سید محمود دانش له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ځواکونو د خواجه مشهد پر ښوونځي یې د ناسمو معلوماتو له مخې برید کړی دی.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې اړوندو ارګانونو په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي دي او وروسته به د دغې پېښې جزئیات له رسنیو سره شریکه وي.

سید محمود دانش
سید محمود دانش

نوموړي زیاته کړه:

"نن شپه دولتي ځواکونو عملیات پیل کړي وو، داسې پلان وو چې د خواجه غلطان ښوونځي شاه باید وویشتل شي ځکه هلته دښمن ځای نیولی وو، خو په کوردیناتو کې د نومونه اشتباه شوي ده چې له کبله یې د خواجه مشهد ښوونځي شاه وېشتل شوې او تشنابونه یې وران کړي دي، دغه اشتباه د ناسمو کوردیناتو له کبله رامنځته شوي ده."

د والي ویاند وايي چې په دغه پېښه کې د سیمې درې تنه اوسېدونکي د کورونو د ښېښو ماتېدو له کبله سطحي ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره شپه د افغان ګډو ځواکونو د کندز مرکز پورې اړوند د خواجه غلطان، چپرمه او د حضرت سلطان سیمو کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف یې پراخ هوايي او ځمکنې تصفیوي عملیات پیل کړي او لاهم په سیمې کې جریان لري.

دا چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت هوايي ځواکونو په کندز ښار کې پر خواجه مشهد ښوونځي ولې هوايي برید کړی، لا تراوسه پورې روښانه نه ده.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG