د لاسرسي لېنکونه

د کرکټ په ولایتي سیالیو کې کندهار او بلخ لوبه تر سره کوي


د کرکټ د لومړۍ درجه ولایتونو د سیالیو په لړ کې نن شنبه د کندهار او بلخ د کرکټ لوبډلې سره لوبه کوي.

د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل عزیز غروال نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبه د ننګرهار د غازي امان‎الله خان په لوبغالي کې تر سره کېږي او د لوبې نتیجه د ورځې ناوخته معلومېږي.

د کرکټ د لومړۍ درجه ولایتونو سیالۍ د روان مېلادي کال د جولای په ۱۱ مه نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۱ مې به دوام کوي.

د دغو سیالیو په لړ کې، سبا د پکتیا او کابل او دغه شان د بلخ او کوچیانو د کرکټ لوبډلو تر منځ لوبه کېږي.

XS
SM
MD
LG