د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

لارډز خپرونه: له "MCC" سره د افغانستان سیالي یوه لویه بریا ده


لارډز:

د لندن د کرکټ مشهور لوبغالي لارډز چې د کرکټ د کور په نوم هم یادېږې، په خپله خپرونه کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د «ام.سي.سي» د لوبډلې د لوبې ژوندۍ خپرونه یوه ستره بریا بللې ده.

د لارډز انټرنټي خپرونې له افغانستان سره د «ام.سي.سي» دا لوبه ځکه یوه بریا بللې چې د «ام.سي.سي» د معلوماتوله‎مخې، د دې لوبې لیدو ته هم په سټډیوم کې دننه ګڼ خلک ورغلي وو او هم انلاین په ټوله نړۍ کې څه باندې یو اعشاریه درې مېلیونه خلکوولیده.

«ام.سي.سي» وايي چې شااوخوا ۹ لکه او ۳۰ زره خلکو دا لوبه د دې لوبډلې پر رسمي فیسبوک‎پاڼه او څه کم څلور لکه کسانو د لارډز د رسمي یوټیوب چینل له لارې لیدلې ده.

په دې لوبه کې افغانستان چې اوس اوس یې د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړیتوب تر لاسه کړی د «ام.سي.سي» له تجربه‎کارې لوبډلې سره د لومړي ځل لپاره مخامخ شو.

که څه هم دا لوبه د پرله پسې اور یا له کبله کنسل شوه، خو د لارډز خپرونه لیکي چې د افغانستان د کرکټ نېږدې شپږ زره مینه‎والو د لندن په لارډز لوبغالي کې د خوشحالۍ یو چاپېریال جوړ کړ.

خپرونه د «ام.سي.سي» د اجرائیه رئیس او منشي «دیریک بریوور Derek Brewer » له قوله لیکي چې وايي، د افغانستان او «ام.سي.سي» لوبه یو ستر بریالیتوب و او که څه هم کنسل شوه، خوهغه خوندور چاپېریال ته په پام سره چې مینه‎والو په لوبغالي کې جوړ کړ، دا لوبه یې په یوه په زړه پورې مناسبت بدل کړ.

یو ان اېچ سي ار:

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ «UNHCR» خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د مجتبی توکلي په اتریش کې د مېشتو افغان کډوال کیسه را اخیستې چې د طبي تحقیقاتو په برخه کې د خپلې دکتورا اخیستوته نېږدې شوی دی.

خپرونه لیکي، مجتبی ماشوم و چې اتریش ته کډوال شو او په یوه لومړني ښوونځي کې یې زده کړې پیل کړې او اوس له خپلو نورو مهاجرو هېوادوالو څخه غواړي چې اوچت ارمانونه ولري.

د «UNHCR» د راپور له‎مخې د مجتبی ۱۸ کلن ورور مرتضی د ترکیې او یونان تر منځ په سمندر کې ډوب او ورک شو، خو د ده روزنه یوې اتریشۍ مېرمنې او د هغې خاوند هغه مهال په غاړه واخیسته چې دا ۱۳ کلن بې‎کسه او ویرېدلی ماشوم نوی اتریش ته را ورسېد.

۲۳ کلن مجتبی د ساینس په برخه کې زده کړې کړي او سترګې په لاره دی چې ډېر ژر د طبي څېړنو په برخه کې دکتورا واخلي.

مجتبی وايي، دی هیله‎من دی چې یوه ورځ به یو افغان په اتریش کې د وزارت مقام ته ورسېږي یا به د نوبل جایزه وګټي.

XS
SM
MD
LG