د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

دنیا: له ترهګرۍ سره مبارزه ملي، سیمه ییزو او نړیوالۍ همغږۍ ته اړتیا لري


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمه ییزې همکارۍ او د دغه شان د ترهګرو په وړاندې د افغانستان او پاکستان د ګډو عملیاتو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ باید د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ګډ پروګرامونه رامنځته شي او په پوځي عملیاتو سره د ترهګرو مرکزونه ویجاړ او د دغه هېواد په پولو او دننه کې ترهګریز ګواښونه له منځه ولاړ شي.

په سرمقاله کې راغلي چې په وروستیو اوونیو کې افغان حکومت پاکستان ته وړاندیز کړی چې د امریکا او چین تر څارنې لاندې باید د پولو دواړو غاړو ته پوځي عملیات وشي.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره پاکستان تر اوسه دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی ځکه د ده په باور هغه هېواد فکر کوي چې یوازې په سیمه کې ترهګرو سره د یو ځای کېدو په صورت کې یې هدفونه پلي کېدلای شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو د افغانستان او منځنۍ اسیا په څلورمه غونډه کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څرګندونې راخیستې دي.

په مطلب کې راغلي چې ښاغلی عبدالله وايي، تېر کلونه له ترهګرۍ سره په سیمه ییزه مبارزه کې ګڼې نیمګړتیاوې موجودې وې چې له امله یې یو نه ټول زیامن شوي دي.

په مطلب کې د ښاغلي عبدالله په حواله دا هم راغلي چې د سیمې ټول خلک د ترهګرو په منځ کې دي خو د ترهګرۍ سره د مبارزې ډېره برخه د افغان ولس پر اوږو بار ده.

د مطلب لیکوال لیکلي چې ښاغلي عبدالله د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر همکاریو هم انتقاد وکړ ویې ویل، په ځینو برخو کې نشته، په ځینو برخو کې کمه ده او په ځینو برخو کې چې له ترهګرو ملاتړ کېږي له نګونو سره مخ ده.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د ترهګرۍ سره مبارزه ملي، سیمه ییزو او نړیوالو هماهنګو، صادقو او دوامدارو هڅو ته اړتیا لري.

په سرمقاله کې راغلي، کلونه کېږي چې نړۍ په افغانستان کې د ترهګرو سره د مبارزې په نوم جنګ جاري کړی دی، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره دغه جنګ نه یوازې دا چې بریالی نه دی، بلکې مطلق ناکام بلل کېږي.

په سرمقاله کې په ټینګار سره ویل شوي چې لامل یې، په سیمه ییزه او نړیواله کچه د هماهنګو، صادقو او دوامدارو هڅو نه شتون دی.

XS
SM
MD
LG