د لاسرسي لېنکونه

بغلان کې د طالبانو او افغان ځواکونو نښتې د تېلو ۲ ټانکره وسوځول


د بغلان په چشمه شير ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتې له امله، د تېلو دوه ټانکر وسوځېدل.

چارواکو ویلي چې اور مړ شوی دی.

وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې د دې پېښې ترڅنګ د امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي هم وژل شوي، خو د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند دا ادعا رد کړې ده.

د بغلان د بُرکه ولسوالۍ د ناقلانو په کلي کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله څلور کوچنیان وژل شوي دي.

د بغلان د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل چې کوچنیانو پر دې مرمۍ لوبې کولې.

XS
SM
MD
LG