د لاسرسي لېنکونه

روسیه وایي، په سوریه کې یې یو پوځي سلاکار وژل شوی


د روسیې د دفاع وزارت وايي، په سوریه کې یو روسی پوځي سلاکار وژل شوی دی.

پرون سې شنبه د روسیې دفاع وزارت په یو بیان کې وویل، نېکولای افاناسوف د هما په ولایت کې د هاوان په یو برید کې وژل شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې افاناسوف په سوریه کې د روسیې له یو شمېر نورو پوځي روزونکو سره یو ځای د سوریې ځمکني ځواکونه روزل.

د دغه روسي پوځي سلاکار په وژل کېدو سره په سوریه کې د وژل شویو روسي پوځیانو شمېر ۳۲ تنو ته ورسېد.

روسیه په سوریه کې د بشارالاسد د ځواکونو د ملاتړ لپاره پوځي سلاکاران لري.

په سوریه کې له ۲۰۱۱ مېلادي کال راهیسې کورنۍ جګړه پیل شوې چې تر اوسه په‎کې تر ۴۰۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG