د افغانستان المپيک کمېټې نن چهارشنبه د المپیک په آسیایي سیالیو کې د شاوخوا ۱۸ سپورټي برخو د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
د المپیک د ملي کمېټې ویاند احسان نیرو نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، که افغان حکومت له دوی مالي ملاتړ وکړ، نو دغو سیالیو ته به خپل ۳۳۰ تنه د بېلابېلو سپورټي برخو لوبغاړي واستوي.
د المپیک اسیايي سیالۍ د ترکمنستان په کوربهتوب د روان مېلادي کال د سپټمبر په ۱۷ مه پیلېږي او ۱۰ ورځې دوام کوي.
په دغو سیالیو کې د ۴۰ اسیایي هېوادونو د بېلابېلو سپورټي برخو لوبغاړي ګډون کوي.