د عوامي نشنل ګوند جګپوړی مشر میا افتخار حسین وايي، د پاکستان د دولتي ټلوېزیون چارواکي دې د ټلوېزیون پر پرده د هغه پروګرام له امله له پښتنو بخښنه وغواړي چې د ده په خبره پښتنو ته پهکې سپکاوی شوی و.
د کوچني اختر په دوهمه ورځ د پاکستان د دولتي ټلوېزیون په یوه مزاحیه مشاعره کې اردو ژبي شاعر جواد حسن جواد د پښتنو په لهجه کې په خپلو شعرونو کې پر پښتنو ملنډې وهلې وې او دوی یې بېکلتوره، قاچاقبران، بدبویه، بېتهذیبه، ترهګر او په کال کې یو ځل لمبېدونکي یاد کړي وو.
تر دې وروسته د خېبر پښتونخوا پر پېښور او سوات سربېره په اسلاماباد، کراچۍ او کوټه کې پر دغه ټلوېزیون د پښتنو د سپکاوي پر ضد پراخ احتجاجونه وشول چې احتجاجیانو پهکې د ټلوېزیون له چارواکو د دغه پروګرام د جوړونکي او نورو اړوندو چارواکو له دندو ګوښه کول او د شاعر پر ضد د جدي اقداماتو غوښتنه کوله.
که څه هم له یوې خوا حکومتي ټلوېزیون تر احتجاجونو وروسته په دغه ټلوېزیون کې پر جواد حسن جواد عمري بندیز ولګاوه، نو له بلېخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې "مریم اورنګزېب" هم د پښتنو د احتجاجونو او خپګان خبرداری واخیست او د پېښې د پلټنو امر یې ورکړ.
د عوامي نشنل مرکزي سکرتر میا افتخار حسین د ټلوېزیون او د اطلاعاتو د وزیرې د اقداماتو هرکلی کوي، خو د دې تر څنګ د ټلوېزیون له چارواکو غواړي چې "د ټلوېزیون پر پرده دې له پښتنو بخښنه وغواړي."
ښاغلي حسین د سې شنبې په ورځ په پېښور پرس کلب کې له ځینو پښتنو لیکوالو شاعرانو او مدني فعالانو سره یوځای تر خبري غونډې وروسته د ازادي راډیو له مشال څانګې سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
"«پي ټي وي» یوه مزاحیه مشاعره کړې وه، په هغې کې يې د پښتون قوم په حیثیت زموږ بېعزتي کړې وه. بیا څه مثبت اقدامات لکه پر شاعر یې پابندي ولګوله، یو کسیې معطل کړو، نور یې د تحقیقاتو امر ورکړ، خو دوی به اوس په «ټي وي» باندې نېغ په نېغه معافي غواړي، ځکه چې مشاعره په «ټي وي» نشر شوې وه، نو اوس په «ټي وي» باندې به هغه رنګ معافي غواړي."
میا افتخار حسین زیاته کړه چې پر دولتي ټلوېزیون سربېره په شخصي رسنیو کې هم وخت ناوخته پښتنو پسې ملنډې وهل کېږي، خو خبرداری یې ورکړ او ویېویل:
"که تر دې وروسته چا هم پښتون قوم پسې خندا وکړه، نو پښتانه به نور په کراره پاتې نهشي، بلکې سړکونو ته به راووځي او احتجاجونه به وکړي."
له بلېخوا بیا د پاکستان د دولتي ټلوېزیون چارواکي وايي چې په ټولو صوبو کې یې د دغه ټلوېزیون څانګو ته امر کړی چې په راتلونکي کې داسې غلطي تکرار نهکړي چې چا جذبات راوپاروي او خلکو ته پهکې سپکاوی وشي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د دولتي ټلوېزیون پر ضد پر مظاهرو سربېره په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې اړه تند بحثونه روان دي چې خلک پهکې په دغه ټلوېزیون کې پښتنو ته سپکاوی په کلکو ټکو غندي او دا له پښتنو سره توپيري چلند یادوي.
راپور: ذبیح مومند