د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۱۴

بوسنیا د سربرنیڅه د ډله‎ییزې وژنې ۲۲ کلن یاد لمانځي


د بوسنیا هرزیګووینه په سربرنیڅه ښارکې د ۱۹۹۵ مېلادي کال په ډله‎ییزه وژنه کې شااوخوا اته زره مسلمان سړي او هلکان ووژل شول.

په دغو مراسمو کې د نړیوالو مېلمنو په ګډون په زرګونو کسانو ګډون کړی دی.

د «پوتوکاري» له یاد څلي سره نن سې شنبه په مذهبي مراسمو کې د دغې ډله‎ییزې وژنې د ۷۱ قربانیانو د جسدونو پاتې شوني په همدې ځای کې چې له مخکې د ۶۵۰۰ نورو قربانیانو مړي او پاتي شوني ښخ شوي، خاورو ته وسپارل شول.

قربانیان د بوسنيا د سرب ځواکونو له‎خوا چې د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ مېلادی کلونو تر منځ د بوسنیا د جګړې په ترڅ کې یې سربرنیڅه د ۱۹۹۵ کال په جولای کې نیولی و، وژل شوي دي.

دا له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د عام وژنې تر ټولو ناوړه پېښه ده.

ملګروملتونو دغه ښار یوه باامنه سیمه اعلان کړې وه، خو د ساتنې لپاره یې یواځې محدود شمېر هالنډي سوله ساتي ځواکونه له سپکو وسلو سره ځای پر ځای شوي وو چې نه وو توانېدلي، هغه ملکیان وساتي چې دې ښار ته یې پناه راوړې وه.

XS
SM
MD
LG