د مرکزي آسیا په سیالیو کې د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې له اتلولۍ وروسته، د افغانستان اجرائیه رئیس نن سې شنبه له دغې لوبډلې تود هر کلي او ستاینه وکړه.
د فوټبال فدراسیون مرستیال یوسف کارګر نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه راز اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د فوټبال د ۱۵ کلنو له لوبډلې سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به د افغانستان د فوټبال فدراسیون بودجوي ستونزې حل کړي.
ښاغلی کارګر وایي چې له څه باندې دوه نیمو کلونو څخه را په دېخوا د افغانستان د فوټبال فدراسیون ته بودجه نه ورکول کېږي.