په پکتيا کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ خبرونه ورکول کېږي او پکتياوال ګيله کوي چې د دوی لپاره کار نهدی شوی.
دې وضعيت د پارلمان او ولايتي شورا وکيلان هم اندېښمن کړي دي.
يو شمېر وکيلان په دې وروستيو کې د امنيتي ارګانونو په رأس کې د کسانو تغير او تبدیل پر ځای کار ګڼي او د وضعيت ښه والي لپاره يې يو ښه اقدام بولي.
زموږ همکار داود تپان په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو له استازي ګل بادشاه مجيدي څخه د يوې مرکې په ترڅ کې د دې خبرو ترڅنګ په سر کې دغه پوښتنه مطرح کړې چې ايا په پکتيا کې د بيارغونې هغومره کار شوی دی چې خلکو يې تمه لرله.
دی وايي: