د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو ملې لوبډله هېواد ته راستنه شوه


د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو ملې لوبډله، د مرکزي آسیا په سیالیو کې د اتلولۍ جام تر ګټلو وروسته نن دوشنبه هېواد ته راستنه شوه.

د فوټبال فدراسیون د رسنیو د برخې مسؤل سید علي کاظمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د فوټبال فدراسیون له‎خوا د فوټبال د ۱۵ کلنو ملي لوبډلې ته ځانګړي مراسم نیول شوي وو.

د مرکزي آسیا د فوټبال په سیالیو کې د فوټبال د ۱۵ کلنو ملي لوبډلې قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ته ماته ورکړه او یوازې یې له ترکمنستانه ماته وخوړه.

افغانستان د ۹ امتیازونو په تر لاسه کولو سره، په دې سياليو کې لومړی مقام خپل کړ.

XS
SM
MD
LG